Afghan Street Life
06/06/2026
د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د رومي بانجانو د رُب د تولید یوه معیاري کارخونه، په لوړ کیفیت سره رُب تولیدوي.
د دې کارخونې مسوولین وايي چې دغه کارخونه هره ورځ تر ۱۰۰ ټنو پورې رُب تولیدوي او محصولات یې د کندهار سربېره، هلمند او فراه ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
مسوولین زیاتوي چې دا کارخونه د رُب تولیدولو له معیاري کارخونو څخه ګڼل کېږي او د لسګونو کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
06/06/2026
د امريکايي رسنيو د راپور له مخې، د پنتاګون د دفاعي استخباراتو اداره (DIA) د اسرائيلو د ضدجاسوسي ګواښ کچه تر «بحراني» لوړې کړې ده.
راپور وايي، د واشنګټن او تلاویو ترمنځ د ایران پر سر د کړکېچ له زیاتېدو سره دا اندېښنې هم زیاتې شوې چې اسرائيل ممکن د امريکايي چارواکو د پرېکړو او داخلي بحثونو په اړه استخباراتي معلومات راټول کړي.
امریکايي چارواکي وایي، دا ارزونه د دواړو هېوادونو د اوږدې همکارۍ په اړیکو کې د باور د فشار نښه ګڼل کېږي، که څه هم تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.
06/06/2026
د روسیې په کوربهتوب په «سنټ پیټرزبورګ» ښار کې مهم اقتصادي فورم جوړ شوی، بلخوا تازه نړیوالو رسنیو دغه ښار ته نږدې د ۲۵ ډرون بریدونو له شنډېدو خبر ورکړی دی.
د الجزیرې خبري شبکې په راپور کې ویل شوي چې روسیې ځواکونو «سنټ پيټرزبورګ» ښار ته نږدې ۲۵ ډرون راغورځولې دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې دا ډرون بریدونه له کوم لوري شوي، خو اټکل کېږي چې اوکراین به په دغو بریدونو کې لاس ولري.
بلخوا روسي رسنیو هم تر اوسه د دغو بریدونو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
8303 Windfall Road
Springfield, VA
22153