DFW ORGUN UNION
10/18/2025
د غمشریکۍ پیغام
د DFW ټولنې له لوري
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ په سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري پر ملکي وګړو ظالمانه برید شوی دی، چې په پایله کې یې د استاد ذکي روان په ګډون ګڼ شمېر بېګناه ولسي وګړي شهیدان شوي، او د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر نور هېوادوال ټپیان شوي دي.
د DFW ټولنه دغه وحشیانه او غیرانساني عمل په کلکو ټکو غندي او دا د بشریت، انساني کرامت او ملي حاکمیت پر وړاندې یو ښکاره تېری بولي. موږ د ټولو شهیدانو درنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو، او د ټپیانو د ژر تر ژره روغېدو هیله کوو.
موږ له نړیوالو بشري بنسټونو، د بشري حقونو او سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د دې پېښې جدي څېړنه وکړي، او عاملین یې محاکمه کړي، په ژوره خواخوږي او درناوي سره د DFW ټولنه
07/05/2025
د غمشریکۍ پیغام
د انجنیر سیدوالي د شهادت په مناسبت
د ژورې خواشینۍ او درد سره مو خبر ترلاسه کړ چې ارواښاد انجنیر سیدوالي د یوې ناوړه ترافیکي پېښې له امله خپل قیمتي ژوند له لاسه ورکړ. دا ستره ضایعه نه یوازې د نوموړي د دردېدلي کورنۍ لپاره، بلکې د ټول اورګون، مسلکي ټولنو او د هېواد د پرمختګ لپاره یو نه جبرانېدونکی تاوان دی.
ارواښاد یو ژمن، وطنپال، د خدمت، صداقت، او انسانیت ښکلی مثال و. د هغه پاک ژوند، ښو اخلاقو او مسلکي صداقت به تل د قدر او درناوي وړ وي.
اورګون ډلاس ټولنه د زړه له تله د نوموړي د شهادت له امله خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي د دردېدلې کورنۍ، دوستانو، همکارانو او ټولو خواخوږو سره شریکوي. موږ له لوی خدای (ج) څخه د نوموړي اروا ته د جنت الفردوس دعا کوو، او پاتې شویو ته د صبر، اجر او تسلیت هیله لرو.
روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې
په درنښت
د اورګون ډلاس ټولنه
06/08/2024
DFW ORGUN UNION
د اورګون ډلاس فورت وارت ټولنې رهبری او غړو په روان نړیوال شل اوریز جام کی د نیوزلینډ په وړاندی ددغه ستری بریا مبارکې ټول افغان ولس ته وړاندی کوی
خدای (ج) دی هره ورځ په هیواد کې همداسی د خوښیو ډک سهار پیل کړی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the organization
Telephone
Website
Address
2305 Galleria Drive
Fort Worth, TX
RAHIM