Cricket lovers

Cricket lovers

Share

15/07/2021
11/01/2019
28/01/2018

د اسټرالیا او افغانستان د نننۍ لوبې په اړه:
د اسټرالیا د ۱۹ کلنو لوبډلې سیمې فاینل ته د افغانستان له وتلو وروسته له خپلې ادارې غوښتې چې د افغان لوبډلې د تېرو لوبو ویډیوګانې ورته وښيي. د اسټرالیا کپټان جایسن وايي‌ چې دوی له افغانستان سره مخامخ شوي نه دي او ویډیوګانې یې ځکه ولیدلې چې د لوبغاړو په اړه یې ځان خبر کړي. وايي د افغانستان د بالرانو ویډیوګانې او په خاص ډول د مجیب ځدراڼ د باولینګ ویډیو یې ولیدله چې خپل بیټسمینان ورته اماده کړي. د اسټرالیا کپټان جایسن اس پي ان ته ویلي دي چې له دغه کار نه یې هدف دا نه و چې په یو ډول نه یو ډول خپل لوبغاړي د افغان لوبغاړو تر فشار لاندې راولي، بلکې هدف دا و چې افغان لوبغاړي ښه وپېژني. وايي که اسټرالیا خپله یرغلیزه او عادي لوبه وکړه، بری به راوړي. خو د افغانستان د ۱۹کلنو روزونکي مولز بیا اس پي ان ته ویلي‌ دي چې اسټرالیا د سیالیو ښه لوبډله ده، خو افغانستان تر اسټرالیا ښه کېدی شي، شرط یې دا دی چې ښه لوبه وکړي.
د افغانستان د بري په هیله!

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Riyadh?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Sulaimaneya Riyadh
Riyadh