ZK Production
ناول
شين سترګي انجلۍ
شپږمه برخه⑥
د پنځمي برخي ورستي لفظونه
وخت د ډوډۍ وه ما غوښتل چې په یو هوټل کې ډوډۍ وخورو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خو لطیف وویل راځه ډوډۍ خپل کور کې خورو
ما په بیړه کې یو دوه وچې ډوډۍ راوخیستي
د لطیف راباندي پام شوو او
ویې ویل راځه هغه هوټل ته لاړ شو
دمارکو زړه هډه کې یو کوچني هوټل و
د هوټل په دروازه کې یو جینۍ ناسته وه په لاس کې یې دوه قلمونه نیولي و او جینۍ وویل دوه په لس
د جنیۍ سترګي تکي شني او سري شونډي
زه څنګ ته ورغلم او زړه مې ډیر درد وکړ ومې ویل دا باید په کور کې ناسته وي
ما دا غوښتل چي یو قلم واخلم
خو دی جنیۍ له خاطر مې دواړه قلمونه واخیستل
هوټل ته ننوتو لاسونه مو پري مینځل
لطیف په یو چوکې کیناست او زه په بله چوکې
ډوډۍ یې راوړه
زه ډیر وږي شوي وم
خو د جنیۍ په لیدو مې زړه ته یوه مړي هم نه کیده
د یو پنځه مړیو نه وروسته د ډوډۍ نه پاڅیدم
لطیف ډیر وویل وخوره وخوره
خو زما زړه بند شوي
د هوټل نه د وتلو په حالت کې
مې ولیده چې د هوټل شاګرد هم په جنیۍ سترګي وربرګي کړي ورته یې وویل پاڅه د لاري په منځ کې ناسته یې
خو لطیف ډیر په بیړه و
او یوه ټیکسي یې ودروله
موټر ته وختو
او دا شعر مې زمزمه کړ
تاسو ته وایمه ملګرو چې بار بار مــــــــــو ویل
هغه شعار درته په یاد دي چې تکـرار مو ویل؟
د غره لمن خړه کیږدۍ دې وي خو امـن دې وي
تاسو ویل وچه ډودۍ دې وي خو امــن دې وي
وطن مو چاته پریښود وځئ او روپۍ غواړي
دا دی راغلى امــــــن نه غواړئ ډوډۍ غواړي
زما زړه په دې جنیۍ ډیر خفه شوو
د ځان سره مې په ټوله لار ویل
د ملا په حکومت کې زمونږ
نجوني د مکتب او پوهنتون څخه بندي شوي
زه په هم دې سوچ کې وم چې لطیف موټر وان ته وویل استاد یوي غاړي ته ودریګه
د موټر نه ښکته شوو
موټر وان ته مو کرایه ورکړه
لطیف وویل
احمده ته دواسکټ اوچپلکي واخله خپل کور ته لاړ شه او زه به خپل کور ته لاړ شم
سمده خداي پاماني مې ورسره وکړه
کور ته په ننوتو مې سترګي په مور ولاګیدي
چې د انګړ په منځ کې ولاړه و
زه یې چې ولیدم ډیره خوشحاله شوه
او وویل احمده څنګه د ځنډ وکړ
ما ورته د بازار ټوله کیسه وکړه
پلار مې هم دا کیسه واوریده
او ویې ویل په بازار کې خو دا کیسي شته
وخت د مازدیګر څلور بجي وي
د لمانځه د ادا کولو لپاره مسجد ته لاړم
جمعه ودریده ملا امام وویل سپونه برابر کړي
ناول
شين سترګي انجلۍ
څلورمه برخه(4)
د دریمی برخی ورستي لفظونه
زه په ډیره غوسه د خپل د خوب ځاي نه پورته شوم
او ومې ویل افف خدایه دا څنګه خوب و
ــــــــــــــــــــــــــــ
د سهار لمونځ مې ادا کړ
مور راته چای راوړو
چای مې وڅښلي
وخت د مکتب و خپل بیک مې شاته واچولو
دروازي او لاري په منځ کې د شازیه لپاره کیناستم
شیبه وروسته مې ولیده چې شازیه د کوڅه په سر کې
راښکاره شوه ما یې د پښو یو یو قدم شمارا
زما تر څنګ راورسیده
او شني سترګي یې راواړ ولي او مسکۍ شوه
نور یې هیڅ و نه ویل
تر هغې ما په شازیه په سي کتل چې تر څو په کوڅه کې پنه شوي نه وه
نن ورځ زه خوشحاله وم
او په خوشحالي مکتب ته لاړم
د صنف په دروازه چې ننوتم
سلام مې وکړ او د ټولګي ملګرو سره مې ستړمشي وکړل
په خپله چوکي د شادب او خالد سره کیناستم
شادب وویل احمده نن ډیر خوشحاله یې
ما وخندل او مې وویل هو نن خوشحاله یم
ځکه چې سباته د جمعي ورځ ده
او مونږ د کرکټ لوبه لرو هغه ته خوشحاله یم
ما تر واسه د شازیه په مینه هیڅ څوک نه و خبر کړي
د مکتب ساعتونه پای ته راسدالي و
مونږ کورته د تلو په حالت کې و
د ملګرو سره یو ځای د مکتب څخه را راون شوم
د ملکرو سره مې د لارې په پاي کې خدای پاماني وکړه
ما د ځان سره سوچ وکړ
چې رازه نن هوټل کې ډوډي وخوره
زنیت هوټل مې انتخاب کړ
هوټل ته لاړم په هوټل کې زما کاکا سرور هم ناست و
زه په بیړه د هوټل څخه بهر شوم
شینواري هوټل ته لاړم
هوټل واله وویل
چرګ شته پالو شته ـ ـ ـ ما ورته د چرګ فرمایش ورکړ
ډوډي مې ښه په خوند وخوړه
د هوټل نه بهر راوتم
د باران څاڅکي شورو و
ساعت ته مې وکتل دوه بجې وي
په بیړه د کور په لور راون شوم
او د ځان سره مې وویل
چې اوس خو به مور ښه راته په غوسه وي
کور په دروازه داخیل شوم
مور مې کور کې نه وه
پښتنه مې وکړه
مور چیري تللي ده
ورورمې راته په ځواب کې وویل
مور د کاکا دوي کورته تللي
زه یو شیبه خاموش ناست وم
چې وړوکې ورور مې راته وویل
لالا خبر یې
نه څه خبره ده
ته وګوره دا کاغذ راته یو انجلۍ راکړ
په کاغذ کې لیکل شوي وو
زه تا سره مینه لرم
ته زما ځیګر یې
او ته ما ځان ته وغواړه
او د دې کاغذ په اخیر کې د شازیه نمبر هم لیکل شوي و
زه ډیر خوشحاله شوم
او د خوشحاله نه مې ورورته زر افعانۍ ورکړي
په کټ کې ناست وم د باران څاڅکي راباندي ډیر ښه لګیدل
او دځان سره مې دا سندره زمزمه ناو
تصویران اخیستل مونږ هم د کمرمینانو
خوا ته ورغلو او رقم رقم تصویران مو واخیستل
وړاندی کوونکي زرين خان
خفه یې
نه یم خفه لږ مریض یم
د ملګرو سره مې د لاري په پاي کې مخه ښه وکړه
زه تر کوره په تندکونو راورسیدم
کورته په رارسیدو سره سم مور راته غږ وکړ
احمده زویه پخیر راغلي د مکتب څخه
ما ورته وویل هم مورجاني شکر راغلم
د ډوډي وخت وو ډوډي مې وخوړه
د ماسپښن د لمانځه د ادا کولو لپاره مسجد ته لاړم……
ــــــــــ
راتلونکې برخه یې سبا درسره شریک کوم
لایک کمنټ کوی
وړاندی کوونکې زرين خان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Address
Peshawar