BOW 4 End
چي د کار سړې یی ریاست یی وژني
25/04/2026
پاکستاني رسنیو خپلو خلکو ته دافغانستان داسې انځور وړاندې کړی دی، لکه ګواکې افغانستان چې یو ځنګل دی — یوازې د قهر او عذاب خاوره؛ نه پکې تعلیم شته، نه ډاکټران، نه پرمختګ، نه پوهنتونونه — بس په هر لاس کې وسله ده او هر افغان ترهګر دی. داسې ښيي لکه افغانستان چې یوازې د کنډوالو نوم وي.
افسوس دا دی چې ډېر خلک دا ډول کیسې پرته له فکر او څېړنې داسې مني، لکه له اسمانه نازل شوی حقیقت چې وي.
حیرانتیا پر هغو خلکو ده چې ځانونه تعلیمیافته، متمدن او د شعور دعوهداران بولي، خو له تحقیق پرته پروپاګنډه قبلوي.
راځئ، افغانستان د تعصب له عینکو نه، بلکې د حقیقت په سترګو وګورو. دا هغه وطن دی چې تاریخ یې له تمدنونو روښانه دی، چېرته چې د علم دود شته، غیرت شته، کلتور شته، او ژوند هم شته.
21/04/2026
د حافظ انس غوسه
د روژې لومړی سهار و، په ټویټر کې د اوربند خبرې ګرمې وې، یوه ټویټري فعال لیکلي و چې طال/Bان دې د مبارک روژې په خاطر اوربند وکړي، د افغانانو وینه تویول دې بند کړي... نور شیان یې هم لیکلي وو، ما ځکه و نه زغملای شوای چې په دې وخت کې امریکا له موږ سره دا توافق کړی و چې پنځه زره بندیان مو را خوشي کړي، مګر اشرف غني خبره ځنډوله، دا ځنډ موږ ته د جنګ د دوام په مانا ایسېده.
دا وخت ما د خالد ځدراڼ په نامه فعالیت کاوه او لوستونکي مې هم زیات شوي وو. دا داسې وخت و چې موږ له ډېره صبره کار اخیست او په قطر کې په خبرو اترو بوختو مشرانو هم کوښښ کاوه چې نور په افغانستان کې د جګړې بل اور ګل کړي، خو برعکس ما ولیکل چې په روژه کې یو عبادت په ۷۰ عبادتونو بدلېږي، یعنې ۷۰ چنده ثواب لري؛ غازی/انو پر دښمن د خپلو ټوپکو شپېلۍ را ټيټې کړئ او د یوه غلام د وژلو په بدل کې د ۷۰ غلامانو د وژلو ثواب وګټئ.
ټویټ مې وکړ، موبایل مې بند کړ او په خواږه خوب ویده شوم. کله چې ماسپښین را پاڅېدم ټویټر ته لاړم، زما پر لیکنه ډېرو خلکو تبصرې کړې وې، چا چې منفي کړې وې، هغوی ته مې له ډېر تحمله کار اخیست، نه مې غوښتل داسې خبرې وکړم چې د افغانانو تر منځ د نفرتونو سبب وګرځي، خو د اشرف غني د ځینو پلویانو په فیسبوکي او ټویټري اکاونټونو کې به سړی دې ته مجبوره شو چې سخت غبرګون ور ته ښکاره کړي.
حافظ انس هم تازه له زندانه ازاد شوی و او د قطر په مذاکراتو کې د مهم غړي په توګه موجود و، دوې ورځې پس یې پرلهپسې دوه د واټساپ پیغامونه را ورسېدل او ما ته یې پکې خوشکه کړې وه:
خالده! ته څوک یې چې په ټویټر کې د نفرت خبرې ټویټ کوې؟ ګوره موږ لګیا یوو چې دلته یو جوړجاړی وکړو، تاسې پر بل شوي اور بېرته پيټرول اچوئ، نور له داسې ټویټونو تېر شه چې د نفرت سبب ګرځي، که نه ټویټر پرېږده!
نه پوهېږم ما په ځواب کې څه ور ته وویل، خو د انس په خبرو کې مې درک کړه چې د کلونو زندان وهلی ځوان هم د عقدې او حسد پر ځای د سولې او امن تږی او د افغانانو د تلپاتې خوشالۍ لالهاند دی.
سره له دې چې هغه وخت په مذاکراتو کې په دغه ډول خبرو باندې اعترازونه کېدل چې تاسې دلته د مذاکرې او اورکم خبرې کوئ، خو د جګړې په ډګر کې موجود ویاندویان او او ملاتړي د ډېرو وژلو امرونه کوي.
له دې وروسته زه نور متوجه شوم چې مشرانو په نرمي کې ګته لیدلې، ما ته هم د خپل اوسني او پخواني ذهنیت تر منځ د نرمي د کرښو زیاتېدو احساس کېده. یا به خبره دا وه چې پردي مو له هېواده وتلو ته نږدې کېدل، زموږ غوسه طبیعي مخ په کمېدو وه.
د کتاب له پاڼو
15/04/2026
دا توپک او بکس د چا دي؟
ما هم بې له فکره ځواب ورکړ:
دا زما دي!
بیا یې وپوښتل:
دا دې د څه لپاره ایښي دي؟
ـ په دې کې مې خپل کتابونه او اسناد خوندي کړي!
لکه زما خبره چې یې زړه ته نه لوېدله، د بکس کوډ یې راباندې خلاص کړ.
په بکس کې زما د پلار روسۍ ټي ټي توپانچه، دوه لاسي بمونه، د جهادي ترانو او نظمونو کتابچه او همدا رنګه په مقناطیسي بمونو کې کارېدونکی موبایل ایښي وو. دا شیان ټول ما پخپله پکې ځای پر ځای کړي وو. عسکر په بکس کې دننه غوړول شوی دسمال يوې او بلې خوا ته کش کړ، مګر لکه پر هر څه چې یې سترګې پټې شوې، له لټونه وروسته یې بکس زما مور ته ورکړ چې دا بېرته کور ته یوسه.
ما فکر وکړ چې عسکر شاید نفوذي مجاهد وي له وسلو او اسنادو بار بکس یې همداسې ډک زما مور ته وسپاره. مور مې بکس کور ته روان کړ، زه عسکرو دباندې ورسره رهي کړم. توپک یې د خپل ډاټسن موټر په سیټ کې کېښود او زه یې له نورو کلیوالو سره یو ځای لاس تړلی د سړک پر منځ کېنولم. ما چې پر ټولو نظر تېر کړ شکر مې وکيښ چې د ټولو کلیوالو سترګې تړلې دي، هيڅوک مې هم نه ويني، که نه زما په لیدو به یې ښايي سمدلاسه عسکرو ته ور پېژندلی وم چې طالب یم.
شېبه نیمه پس زما د بکس پر پلټونکي عسکر په مخابره کې غږ وشو چې له نیول شویو کسانو شپږ یا اووه شکمن کسان راوړئ او نور کلیوال خوشې کړئ.
عسکر له ډاډ ورکولو وروسته لومړی زما لاسونه را خلاص کړل او په تریو تندي یې راته وویل:
ـ نور دې و نه وینم، کور ته ځه!
ما یې سترګو ته وکتل، په دې وخت کې مې شک پر یقین بدل شو چې عسکر نفوذي مجاهد دی. څو قدمه مخکې لاړم، خو توپک مې رایاد شو، بېرته را وګرځېدم، عسکر ته مې وویل چې زما توپک راکوئ؟
غلي يې وویل:
چېرې دی؟
ما مخامخ ډاټسن ته ګوته ونیوه.
ـ ژر یې واخله او خپله لار ونیسه چې بیا له کوره رابهر نه شې!
دکتاب له پاڼو
#افغانستان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
Kuala Lumpur
Kuala