DaWoodzai
11/02/2026
ځیني وختونه افغان کرکټ مینوال په یوه غلطي لوبغاړی دومره س.پک، مسخ.ره او ریش.خند کړي، چې ذهني فشار ورته وزېږوي.
په یو کېچ ډراپولو، په یو غلط بال، په یوه کمزورې منډه، یا په یو غلط شاټ یو لوبغاړی په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې سپ.کول هغه ذهني شکنجه ده چې مونږ تر ډېره د یو ښه لوبغاړي له شتون څخه محروموي.
د مکسویل دا کېچ مو شاید ښه په یاد وي، غلطي وه، چې وشوه، مجیب هم داسې نه غوښتل، خو په یوه غلطي د مجیب ټول ویاړونه او ستړیاوې له پامه وغورځول شوې، له شخصي تو.هین څخه نیولې بیا د کورنۍ تر ښکن.ځلو ورته وشوې، نتیجه یې څه شوه؟
هغه عاجز او له استعداد څخه ډک مجیب مو په داسې ذهني نارو.غۍ اخته کړ، چې تر کلونو، کلونو یې بیا بال خپل ځای ته رانغی.
ګنې څېرې ته یې وګورئ، مړاوې څېره او په څېره کې ماتې هیلې یې اوس هم سړي ته ژړ.ا ورولي، خو متاسفانه مونږ د نورو په مسخ.ره کولو عادت شوي یو، کلونه مخکې مو مجیب ټارګیټ ؤ، او نن هماغه غلطي د ځینو نورو غوره لوبغاړو په حق کې کؤو.
نیوکې وکړئ، خو مه پرېږدئ چې نیوکې مو د یو چا شخصیت او د هغه کورنۍ ته د تو.هین شکل واخلي.
بس همدومره. ✋️
#💔💔💔😢😭🥺
به تاريخ كی تر تولو بده او غمجنه ورځ د حضرت محمد
ص د وفات ورځ وه😥
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
London