HAZOB e.V.

HAZOB e.V.

Teilen

16/08/2025

د هڅوب د نوي مشرتابه لپاره ټاکنې ترسره شوې!
د هڅوب ټیم د تیرو ناستو په دوام، په خپله وروستۍ نوبتي انلاین ناسته کې ددې بنسټ لپاره نوی مشر غوره کړ.
دغه ناسته چې د هڅوب بنسټ د نوي مشرتابه او دغه راز د هڅوب مجلې لپاره د نوي پلاوي د ټاکنې په هدف جوړه شوې وه، اکثریت غړو یې پکې برخه اخستې وه.
په دې ناسته کې د هڅوب د مشرۍ لپاره څو کسان وړاندیز شول، چې دغړو د رایو په اکثریت ښاغلی قریب الرحمن شهاب د دې بنسټ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
تر دې وړاندې ښاغلي محمود سعید د هڅوب بنسټ مشري پرغاړه درلوده او د یاد بنسټ د کړنلارې پراساس، د ښاغلي سعید د کاري مودې په پای ته رسیدو سره نوی مشر انتخاب شو.
د هڅوب د کړنلارې پراساس، د یاد بنسټ لپاره په هرو دوو کلونو کې نوی مشر انتخابیږي.
د دې تر څنګ د ښاغلي قريب‌الرحمن شهاب پر ځای، ښاغلی عبدلواسع هېوادمل د هڅوب ټولنې د منشي پر ځای وټاکل شو.
دغونډې ګډونوالو د کاري ډلې هڅې وستایلې او د دې بنسټ د ودې لپاره یې د دوی فعالیتونه د قدر وړ وبلل.
په ناسته کې د مجلې د لاښه والي په تړاو هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې له دې وروسته به په مجله کې څو نورې ځانګړې برخې هم ورزیاتې شي او د ماشومانو د برخې لپاره به یوکتاب غوره چې په پرله پسې ډول به پکې خپریږي.
دغونډې په پای کې ښاغلي محمود سعید د هڅوب بنسټ د وروستیو فعالیتونواو پرمختګونو په تړاو معلومات شریک کړل او پریکړه وشوه چې د دې بنسټ د پیاوړتیا اوغوړېدا لپاره به هڅې دوامداره ساتي.

Wollen Sie Ihr Organisation zum Top-Gemeinnützige Organisation in Berlin machen?
Klicken Sie hier, um Ihren Gesponserten Eintrag zu erhalten.

Adresse


Berlin