Adil Arman

Adil Arman

Share

26/01/2026

غزل
شبګیره مې میلمنه شوه ته رانغلې
دغه شپه څومره اوږده شوه ته رانغلې

ستا وعده وه د یلدا د شپې نه مخکي
ډیسمبر ختمه کیسه شوه ته رانغلې

د حسام د"سکون ښار" مې نیمایي کړ
د قهــوې پیاله سړه شوه ته رانغلې

زه قایق د سمندر ته مې بادبان یې
نن خو غـرقه مې بـیړه شوه ته رانغلې

رژیـدمه ستا په یاد کې لـکه پاڼې
د خــزان لمن خـــواره شوه ته رانغلې

لا به نور درته تر کومه انتـــظار یم
َماښامــی لاړه، تیـاره شـــوه ته رانغلې

د "احساس" له شوره ډکه یوه آرزو وه
جــنازه یې داده وشــوه ته رانغـلې
احساسے

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Peshawar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Buner
Peshawar