Omar Baba Educational Center
02/12/2025
02/12/2025
داستادانو دپېژندنې لړۍ
استاد صادق الله احمدي د مدير صېب نورالله جان زوی په 1369هجري ش کال دلغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ دګنجاوڼ په کلي يې دونيا ته سترګې وغړولې
نوموړي استاد لمړنۍ زده کړې دخپل کلي په مسجد کې او روسته د ډيوې دذکورو په عالي لیسه کې شامل او په 1388کال کې د يادې ليسې څخه په اعلا درجه فارغ شو
دفراغت روسته په کال 1389کې دلغمان ولایت عالي دارالمعلمين رياضي څانکې ته کامياب شو چې د دوه کاله تعليم روسته په کال 1391کې د دارالمعلمين څخه اول نمره فارغ شو
استاد د دارالمعلمين دفراغت روسته په 1391کال کې د ډيوې د ذکورو په عالي لیسه کې داستادۍ مقدسه دنده ترلاسه کړه
نوموړی داختصاصي کانکور دلارې دننګرهار پوهنتون تعليم او تربيې پوهنځۍ رياضي څانکې ته کامياب او په کال 1395کې دپوهنتون څخه فارغ شو
احمدي صېب د ډيوې د عالي ليسې ترڅنګ په لاندې خصوصي مراکزو کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده
مبارز تعليمي مرکز کې دوه کاله
بېټ نيکه ښوونيز مرکز کې څلور کاله
اخلاص قانع خصوصي ښوونځۍ کې درې کاله
دافغانستان روڼتيا څار موسسې سره دوه کاله د رضا کار په صفت کار کړی دی
عمربابا تعليمي مرکز کې درې کاله
اوسمهال پخپل کلي (ګنجاوڼ) دخپلې سيمې بچيو ته په تدريس بوخت دی
عمربابا تعليمي مرکز اداره وياړي چې پياوړي استادان پخپل څنګ کې لري او په پوره اطمینان سره دسيمې تنکيو ځوانانو ته په تدريس بوخت دي
په درنښت
دعمربابا تعليمي مرکز اداره
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Address
Laghman Omarzay Center
Mehtar Lam
1210