AFG

AFG

Share

29/06/2022

الله ج دي د هیچا د سره نه لري کوي ۔۔۔۔!

23/06/2022

د هېواد په پکتیکا، خوست او یو شمېر نورو سیمو کې د سختې زلزلې له امله زموږ ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي. له شک پرته دا یوه ستره غمیزه او ناورین دی. په دغه ستر غم کې له خپلو ځورېدلو او دردېدلو هېوادوالو سره ځان شریک ګڼم، ټولو شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د روغتیا لاسونه لپه کوم.
د ادارې د مشرتابه په ګډون به زموږ ټول کارکوونکي او لوبغاړي له یادو کورنیو سره د همکارۍ په موخه د دوی لاسنیوی کوي. دغه راز له ټولو شتمنو هېوادوالو هم په درنښت هیله کوم چې د مرستې له دغې لړۍ سره یوځای شي او له زلزله ځپلو سره دغه ډګر ته راودانګي.

د پکتیکا او خوست ولسه! هېر مو نه یاست. موږ په دغه ستر غم کې له تاسو سره شریک یو.

خدای متعال دې نور زموږ هېواد له ورته غمیزو او ناورینونو وساتي... امین

Want your business to be the top-listed Media Company in Lashkar Gah?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Lashkarga
Lashkar Gah