Bost University

Bost University

Share

30/04/2026

د بُست پوهنتون رهبرۍ د قرآنکریم او کتاب مطالعې په نندارتون کي ګډون وکړ.

د یاد نندارتون پر مهال د بُست پوهنتون رئیس ډیپلوم انجنیر محمود سنګین او د مالي او اداري چارو مرستیال صفت‌الله سروان د مطالعې پر ارزښت او اهمیت خبري وکړې.

دوی دا ډول نندارتونونه د مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اغېزناک ګام وباله.

یاد نندارتون د مطالعې د دود د ترویج او د ځوانانو د هڅونې په موخه د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري جوړ سوی و.

Photos from Bost University's post 28/04/2026

د هلمند پوهنتون د رهبرۍ پلاوي د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د بُست پوهنتون رئیس، ډیپلوم انجنیر محمود سنګین، د غونډې په پیل کي د هلمند پوهنتون د رهبرۍ پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د متقابلو همکاریو په برخه کي یې د هر ډول ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

ورپسې د هلمند دولتي پوهنتون رئیس، شيخ الحديث مفتي شریف‌الله ابو احمد صاحب د بُست پوهنتون له علمي او اداري فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چي د هلمند پوهنتون له لوري به هم لازمي همکارۍ دوام ولري.

نوموړي په خپلو خبرو کي محصلین یو مهم امانت وباله او ټینګار یې وکړ چي د هغوی اخلاقي روزنه او علمي پیاوړتیا د پوهنتونونو د رهبرۍ او استادانو له اساسي مسؤلیتونو څخه شمېرل کېږي.

په همدې ترڅ کي، شيخ الحديث مفتي شریف‌الله ابو احمد صاحب د بُست پوهنتون له محصلینو سره په جلا غونډه کي وینا وکړه او هغوی یې وهڅول چي په خپلو اړوندو څانګو کي د تخصص تر کچپ ځانونه ورسوي.
نوموړي زیاته کړه چي د هېواد د پرمختګ او ثبات بنسټ پر مسلکي کدرونو او روزل سویو ځوانانو ولاړ دی.

د لیدني په پای کي، د بُست پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال صفت الله سروان د هلمند پوهنتون د رهبرۍ پلاوي سره یو ځای د پوهنتون له تدریسي ټولګیو، لابراتوارونو، کتابتون، کمپیوټر لیب او نورو اسانتیاوو څخه لیدنه وکړه.

د هلمند پوهنتون پلاوي د بُست پوهنتون له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د محصلینو د مسلکي روزنې لپاره یې اړین امکانات برابر کړي دي.

27/04/2026

د کنړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون باندې د پاکستاني رژيم د برید په اړه د‌ بست پوهنتون اعلاميه!

په ژوري خواشینۍ سره خبر سو، چي د هيواد د تاريخي دښمن پاکستاني رژيم له لوري د کنړ ولایت پر سيد جمال الدين افغاني پوهنتون يو ترهګريز توغنديز بريد سوی، چي له امله يي ګڼ شمير محصلان او استادان زخميان سوی او پوهنتون سخت مالي زيان هم ليدلی دی.

د بست پوهنتون اداره دا بريد په کلکو ټکو غندي او دا بريد د اسلامي، انساني او نړيوالو اصولو خلاف يو وحشیانه برید ګڼي، چي دا ډول بریدونو د توجيه وړ نه دي او نه به هم دا بريدونه د افغانانو اراده کمزورې او له زده کړو را وګرځوي.

په پيښه کي زخميانو ته د لوی خدای «ج» له ستر درباره د بشپړي او بیړنۍ روغتیا هيله او دعا کوو.

Photos from Bost University's post 23/04/2026

د مبارکۍ پيغام!

د بُست پوهنتون مشرتابه، استادان او اداري کارکوونکي د طب پوهنځی فارغ التحصیل ډاکتر صاحبانو ته چي په ایګزیت ازموینې کي بريالي سوي د بریا مبارکي وايي، او د ژوند په ټولو چارو کي ورته د نورو لاسته راوړنو او بريو دعا کوي.

Want your school to be the top-listed School/college in Lashkar Gah?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Ningarhar Road, Helmand, Lashkargah
Lashkar Gah
0093

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00