Sangar Technical Tips & Trends

Sangar Technical Tips & Trends

Share

12/07/2025

د فېسبوک د حساب یا پاڼې ټیک مارک (آبي نښې) اخیستو طریقه
که غواړئ چې خپل د فېسبوک ایډي یا صفحې ته آبي نښه (✅) واخلئ، نو لاندې مرحلې قدم په قدم تعقیب کړئ:
دا طریقه د فسبوک شخصي ایډيانو، صفحو (Pages)، او انسټاګرام سره وصل پروفایلونو لپاره کار کوي:

✅ د فېسبوک دتائیدي یا وریفای کولو شرطونه:

اصلي هویت:
ستا نوم، معلومات، او انځورونه باید حقیقي وي.

مشهور شخصیت یاهم یو رسمي اداره:
د تائیدي نښه اکثر هغو کسانو ته ورکول کیږي چې عام خلک یې وپېژني.

عامه علاقه‌مندي:
ستاسو پروفایل یا پاڼه باید عامو خلکو ته د علاقې وړ وي.

فعال حساب:
حساب باید فعال، پوره معلومات، او تصویر ولري.

📝 څنګه آبي نښه ترلاسه کړو؟

1️⃣ د تائیدي د غوښتنې فورمه خلاصه کړه:
🔗 د فېسبوک تصدیق فورمه :
https://www.facebook.com/help/1288173394636262

2️⃣ معلومات ډک کړه:
• د خپل حساب یا پاڼې لینک ولیکه
• هیواد ولیکه
• رسمي سند اپلوډ کړه (تذکره، پاسپورټ...)
• که اداره یې، نو تجارتي اسناد هم ورسره واستوه

3️⃣ اختیاري توضیحات ولیکه:
• ته څوک یې او ولې آبي نښه درپکار ده
• که رسنیو یا ویب‌سایټونو کې ذکر شوې، لینک ورکړه

4️⃣ او په اخر کې چې پورته ټول معلومات دې درج کړل نو بیا یې Submit کړه.

⏳ تائیدي به څومره وخت ونیسي؟
فېسبوک معمولاً 1 نه تر 4 اونیو کې ځواب درکوي. که معلومات دې پوره ورکړي وي، نو چانس به هم ډېر وي چې ژر تائید شي.

📌 یادونه:
که ته د Meta Verified ګډون‌کوونکی کیدلی شې، فېسبوک د میاشتني فیس په بدل کې هم دا ابي نښه درکوي.

Want your business to be the top-listed Advertising & Marketing Company in Laghman?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Laghman
2701