Rokhan Academic Center

Rokhan Academic Center

Share

14/05/2026

پهٔ خوست کې د لپاره؛
د معیاري امادگي! 🩺

هغه تشه چې کلونه محسوسېده، اوس یې روښان ښوونیز مرکز ډکؤي.
نور به د NMLE (اېگزېټ) ازموینې آمادگۍ لپاره کابل او نورو ولایتونو ته د تگ اړتیا نهٔ وي!

روښان ښوونیز مرکز پهٔ خوست کې د مسلکي استادانو، منظم تدریسي پلان او معیاري چاپېریال لهٔ لارې د اېگزېټ ازموینې ځانگړې امادگي ډېر ژر پیلوي…



او د طبي محصلینو لپاره یوه ستره اسانتیا! 🤍

12/05/2026

د خواشينۍ او غمشريکۍ پيغام!😢

پۀ ډېرې ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د خوست فرهنگي او ټولنيز ډگر يو فعال، شاعر، ليکوال او تکړه مدير؛ ښاغلی محمدالله شېرزی لۀ دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې او ابدي نړۍ ته يې سفر وکړ.
موږ د روښان ښوونیز مرکز اداره د ارواښاد شېرزي صيب پر مړينه ژور خپگان څرگندوو او ځان د دۀ د درنې او غمځپلې کورنۍ پۀ غم کې شريک بولو.

ارواښاد شېرزی صيب د ځوان نسل د فکري ودې، فرهنگي بيدارۍ او ټولنيزو فعاليتونو لپاره تل ځانگړې هلې ځلې کړې دي. نوموړي به د خوست د فرهنگي او ښوونيز چاپېريال د پياوړتيا لپاره تل زدۀکوونکي او ځوانان هڅول، هيلې به يې ورکولې او د استعدادونو د غوړېدو لپاره به يې زمينې برابرولې. د دۀ هڅو او مهربانه چلند ډېر ځوانان لۀ مطالعې، هنر او مثبتو فعاليتونو سره لا نږدې کړي وو.

موږ د روښان ښوونیز مرکز اداره يو ځل بيا ارواښاد محمدالله شېرزي ته د لوی څښتن لۀ درباره د فردوس جنت دعا کوو او محترمې کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته يې د جميل صبر او اجر غوښتنه لرو.

پۀ درنښت!
د روښان ښوونیز مرکز ادار

Photos from Rokhan Academic Center's post 11/05/2026

د نوي پسرلني سمستر #مهالوېش🌱
د انگلیسي ژبې د ابتدایي زده کوونکو او ماشومانو لپاره د او لس میاشتني سېستم ځانگړي صنفونه پیل شول.

کولی شئ د ٔ_۶ بجو تر بجو پورې د خپلې خوښې وخت انتخاب کړئ او گډون وکړئ.

روښان مو د انگلیسي ژبې د زده کړې لیدلوری بدلؤي!

اړیکه او وټساپ: 0775160160
پته: خوست ښار، زړو صرافانو کوڅه، زوړ عزیزي بانک ته مخامخ

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Khost City
Khost
25000