Khost Football Federation

Khost Football Federation

Share

Photos from Khost Football Federation's post 25/04/2026

د روژې زرغون جام سترې سیالۍ د ګربزو منتخب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

د خوست فوټبال فدراسیون تر چتر لاندې د خوست ولایت مرکز اړوند د کونډیو صحراباغ (وصال میدان) کې د روژې زرغون جام سترې سیالۍ، چې شاوخوا ۶۰ لوبډلو پکې ګډون کړی و، له نږدې یوې نیمې میاشتې سیالیو وروسته په بریالۍ توګه پای ته ورسېدې.

پایلوبې ته د وصال وفا او ګربزو منتخب لوبډلو لار موندلې وه. په یوې په زړه پورې او سیالیزې لوبې کې ګربزو منتخب وتوانېد چې د یو ښکلي ګول په وهلو سره د دې سترو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

د سیالیو د پایلو له مخې:

* لومړی مقام: ګربزو منتخب لوبډله (یو عراده Mark X موټر)
* دوهم مقام: وصال وفا لوبډله (۲۰۲۵ ماډل موټرسایکل)

د دغو سیالیو مالي سپانسر او همدارنګه د سیالیو تنظیموونکی ښاغلی عثمان همدرد، د خوست فوټبال فدراسیون له لوري د دوی د ارزښتناکو خدمتونو له امله په ستاینلیکونو ونازول شول.

پایلوبې ته د خوست ولایت ځایي چارواکو، قومي مشرانو، پخوانیو فوټبالرانو او زرګونو مینه‌والو ګډون کړی و، چې لوبغالی یې له ځانګړې فضا ډک کړی و.

انفرادي جایزې:

* د پایلوبې غوره لوبغاړی: اکبر (ګربزو منتخب) – د بریا ګول وهونکی
* د سیالیو غوره لوبغاړی: دیدان منګل
* د سیالیو غوره ګول وهونکی: دیدان منګل
* د سیالیو غوره ګول ساتونکی: نیک‌ولي جان (ګربزو منتخب)
* د سیالیو غوره ځوان ګول ساتونکی: هارون هاشمي
* د سیالیو غوره دفاعي لوبغاړی: سید روف (ګربزو منتخب)

همدارنګه، د پایلوبې په مراسمو کې د افغاني دود له مخې یو شمېر درنو میلمنو ته د اعزاز لونګۍ هم ور په سر شوې، چې دا یې د درناوي او قدر څرګندونه وه. # #

23/04/2026

د روژې زرغون جام ستره پایلوبه!
ګربزو منتخب vs وصال وفا — سبا ۳:۳۰ ⚽
اتلولي، ویاړ او ستر انعامونه په تمه دي!

🔥 Grand Final of the Ramazan Green Cup!
Gurbaz Muntakhab vs Wisal Wafa — Tomorrow 3:30 ⚽
Glory, pride & big prizes await!


#خوست #بریا #فوتبال

Photos from Khost Football Federation's post 15/02/2026

د خوست ولایت اتلس کالنو څخه ښکته ځوانانو سیالیو په لړ کې درې لوبه ترسره شوې

لومړی لوبه کې خپلواک لوبډلې وکولای شول چې شاهین لوبډلې ته یو صفر ۱/۰ ماتې ورکړي

دوهمه لوبه کې کلوب سټار لوبډلې وکولای شول چې شمل اتلانو ته پنځه صفر ۵/۰ ماتې ورکړي

دریمه لوبه کې وصال وفا کلب وکولای شول چې متون بابا ځوانانو ته ۳/۱ ماتې ورکړي

سبا ورځ

اسماعیل خیل کاروان د وړداخیلو پر وړاندې سهار ۹:۰۰

کلوب سټار د خپلواک پر وړاندې سهار ۱۰:۴۵

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Khost