EsrafilArman
پۀ قیامت به خدای دا ګیله کړو
د اختر شپه وه؛ خو مزه یې نه وه.
د تېر کوچني اختر شپه او نن د لوی اختر شپه لکه ځمکه او اسمان.
له هره اړخۀ پېکه ده.
چې ورځ به یې څنګه وي.
25/10/2023
الحمدالله!
د لوی خدایج ډېر زیات شکر او رضایت اده کوم، چې د خپل علمي مزل په جریان کې یې، په خپل فضل او کرم سره، د لېسانس تر کچې راورسولم او دا دی، نن ورځ مې، د لېسانس دورې پایلیک(مونوګراف)، په بریالیتوب سره، د خپلو استادانو، ټولګیوالو، راغلو ملګرو او د بېلا بېلو، پوهنځیو محصلانو پر وړاندې، په بریالیتوب سره دفاع کړ.
خوښ او خوشحاله یم، چې د دې څلور کلنې دورې په پای ته رسولو سره، یو لوی مثبت بدلون په ځان کې وینم.
زما دې لوړو زدکړو، په پای ته رسولو کې، له خپلې ګرانې کورنۍ څخه، د زړه له کومې مننه او قدر دانی کوم، چې د کورنۍ کارونو دروند پېټی یې په خپلو اوږو واخیست او ما ته یې د لوړو زدکړو پرست راکړ. یوه ځانګړې مننه له خپل مشر ورور Rakeem Khan څخه کوم، چې په هر حالت کې یې زما مالي ملاتړ وکړ او زه یې په اقتصادي لحاظ هېڅ ډول ستونزو ته ورنه کړم، فکر نه کوم، چې په ټول ژوند کې هم، د ده حق زه ادا او پوره کړی شم.
د هغو ملګرو او دوستانو دې هم کور ودان وي او مننه ترې کوم، چې زه یې درسونو ته تشویق کړی یم او هیله بخښونکي خبرې او نصیختونه یې راته کړي دي.
له خپلو بااسعداده استادانو څخه نړۍ مننه، چې هېڅ ډول اړوند موضوعات ،معلومات او پوهه یې، له موږه ونه سپمول او په ډېر اخلاص او مینه باندې یې زموږ تر غوږنو راورسول.
له هغو ملګرو څخه هم، ډېره مننه، چې زما د پایلیک په لیکلو کې یې تر خپله وسه راسره همکاري کړې، په ځانګړي ډول له ښاعلي Emal Pasarly صاحب څخه، چې د موضوع په ټاکلو او د معلوماتو په پیدا کولو کې یې ډېره همکاري راسره کړې ده پسرلی صاحب! کور دې ودان او عمر دې اوږد.
#د خپلې لېسانس دورې پایلیک مې، خپلې ګرانې مور او ګران مسافر پلارجان ته ډالۍ دی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Zazi Maidan
Khost