Karimullah Naziri
د بشري حقونو د فعالانو یوې ادارې ویلي چې په تېرو څلورو ورځو کې په ایران کې ۱۰۹۷ ملکي وګړي وژل شوي دي. د راپور له مخې، په وژل شویو کې ۱۸۱ هغه ماشومان دي چې عمرونه یې تر لسو کلونو کم دي. یادې ادارې همداراز ویلي چې د ټپیانو شمېر ۵۴۰۲ تنو ته رسېدلی، چې شاوخوا ۱۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي. د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰۴ بریدونه ثبت شوي، چې ویل کېږي طبي مرکزونه او د استوګنې سیمې یې هدف ګرځولې دي.
01/03/2026
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران لهخوا د احتمالي نویو بریدونو د ګواښ په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې که تهران دا اقدام وکړي، امریکا به یې په داسې ځواک سره وځپي چې مخکې یې ساری نه وي لیدل شوی. ټرمپ ویلي، چې ایران اعلان کړی نن به د پخوا په پرتله سخت بریدونه ترسره کړي. نوموړي زیاته کړې چې د ایران لپاره به غوره وي دا کار ونه کړي، ځکه په وینا یې د امریکا غبرګون به بېساری او سخت وي.
د ایران د ملي امنیت مشر، علي لاریجاني ویلي د نوي رهبر د ټاکنې لپاره به ژر یوه لنډمهالې شورا جوړه شي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې د اوس لپاره ټول لومړني امکانات شته څو د جګړې په ورځو کې خلک له ستونزو سره مخ نه شی.
#طلوعنیوز
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Culinary Team
Attire
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
Khost