Keramatullah HeMat

Keramatullah HeMat

Share

03/09/2022

ننۍ لوبه؛
سره له دې چې افغان لوبډلې په توپ وهنه کې ښه پیل درلود، خو بیا هم منځنۍ توپ وهنه بیخي ښه نه وه.
له ابراهیم او نجیب وروسته د توپ وهونکو راتګ بیخي غیرې منظم و.
کپتان سره له دې چې دومره فریشر نیولی او اوټ فام دی چې له ځانه توپ هم نه شي ایسته کولی، بیا هم مهم ځای کې توپ وهنې ته راځي، لوبډله د فریشر کندې ته ټېل وهي او بېرته ځي، چې دا بې انصافي ده.
نن د سمیع الله شینواري اخیستل د یو توپ وهونکي په توګه غوره بدلون و، اما ولې ترې راشد توپ وهنې ته مخکې ښکته کېږي؟
د اووه توپ وهونکو له اوټیدو سره د منځنۍ برخې توپ وهونکی پاولین کې پاتې کول، د کریکټ له عقله لرې خبره ده.
ولې کریم جنت چې یو بالېنګ الرنډر یا ټولچاری دی، مسؤلیت یې ولې نه ورکول کېږي؟
دریو لوبو کې یو ځل توپ وهنې ته استول شوی او بال خو یې هېڅ هم نه دی کړی.
د عظمت په شتون کې د کریم لوبول بې ځایه دي او عظمت سره باید یو بل سوچه توپ وهونکی اضافه شي.
د توپ وهونکو غلط استعمال د ۲ سوه منډو هدف په ۱۷۶ بدل کړ، چې افغان لوبډلې په ورستیو ۵ اورونو کې ۳۶ منډې تر لاسه کړې او دا له یو نیسبتن ښه پیل وروسته یو بې کاره پای یادولی شو.
توپ اچونه کې دومره ستونزه نه وه، خو د راشد لومړي اور کې تر برید لاندې راتلو سره افغان لوبغاړو عظم بایلود.
توپ نیونه کې د تل په څېر افغان لوبغاړي ستونزه لري او دا خبره د تل په څېر روزونکو ته متوجه ده.
د مېس کېچېنګ ستونزه خو جلا ده، خو ډېره بده دا ده چې د ځمکې پر مخ د بال اخیستل افغان فیلډسمېنانو ته سخته شوې ده، په سرکل کې د ننه لاس ته بال لوبول کېږي، بیا هم له افغان توپ نیوونکو په اسانۍ سره منډه اخیستل کېږي، چې دا د ډېر خفګان وړ ده.
د دوهم پړاو لومړۍ لوبه ګټل افغان لوبډلې ته ډېر مهم و،خو د پاکستان او هند خلاف ګټل پوره سخت دي او لوبډله باید کورنۍ دنده په ښه ډول اجرآ کړي.
توپ اچونه کې غټه ستونزه دا وه چې؛ راشد او نبي په سپیډ تکیه کوله او پر همدې توپونو چې آن ۱۱ سپیډ یې هم توپ ته ورکړ شپږیزې هم وخوړې.
بده ده چې فاسټ بالر دې "۱۰۷ سپیډ باسي، خو سپینران دې ۱۱۱ سپیډ سره توپ ګزاروي."
توپ وهنه مو د باور وړ نه ده او د توپ وهونکو استعمال مو بیخي بې نظمه دی.
خولص؛ دا چې سریلنکا له تېرې ماتې غټه زده کړه کړې وه او ډېر ژر یې افغان لوبډلې ته قوي ځواب ورکړ.
په ټوله کې یوه جالبه لوبه وشوه😉
لوبغاړي مه ښکنځئ! بلکه؛ د نر غوندې یې نیمګړتیاو ته د سالم انتقاد ګوته ونیسئ.
البته کریکټ بورډ اداره خو هسې هم په اب زمزم مینځلې ده(!)
کریکټ
نظر
اسیا جام ۲۰۲۲
Bahar Samsoor

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Keshkhone
Khost