lklemar

lklemar

Share

22/06/2024

د اریوب طبیعت دنګ-دنګ شنه نښتر، پاکه یخه هوا او روانې اوبه د طبیعت مینه‌والو او ورتلونکو سيلانیانو ته ډالۍ وړاندې کوي.
د اریوب د طبیعي مناظرو او د خلکو د ساده او خوږه ژوند ښکلا ته چې سړی ګوري، سترګې یې په‌کې ورکېږي.

#افغانستان

#طبیعت

17/05/2024

— د چیشي کتاب دی؟
— دا د استاد اسدالله غنضنفر تازه چاپ شوی کتاب دی، یانې استاد غنضنفر لیکلی. څلوېښت مقالې په‌کې دي.
— مقاله چیشی وي؟
— تاته به یې ساده ووایم، مقاله هغې لنډې لیکنې ته وايي، چې په یوه ځانګړې موضوع باندې بحث په کې شوی وي.
— ښه، ښه.
— ته کتاب لوستلی شې؟
— نه
— ولې مکتب نه وایې؟
— وایم یې.
— څویم صنف کې یې؟
— اول کې
— ښه، چې یو څو صنفه یې نور هم ووایې، بیا به کتاب هم لوستلی شې.
— کتابونه خو به بیا لولې کنه؟
— هو
— سمه ده، که دې خوښه وي دا کتاب بېرته ماته راکړه، ما نه‌دی لوستلی، که تا غوښت، چې زه یې ولولم بېا به یې تاته راوړم. ما سره کور کې د مصور بنسټ ځینې نور کتابونه هم دي، د ماشومانو لپاره یې لیکلي، ما مې خپلو ووړکو ته راوړي وو، هغوی لوستي، نور یې نه لولي، هغه به هم تاته راوړم. عکسونه هم په کې دي، کیسې اونکلونه هم. سیي ده؟
— هو، سیي ده.

#افغانستان
#خوست
#خلک

Want your business to be the top-listed Photography Service in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Khost
2501