Breaking News
20/10/2025
د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په کوټ لالو سيمه کې د ګازو او نفتو د يوې پروژې پر امنيتي ساتونکو د وسله والو بريد کې د ۴ پاکستاني عسکرو د هلاکت او د ۱۱ د ټپي کېدو راپورونه خپاره شويدي.
د پاکستاني رسنيو په حواله، بريد نن سهار شوی دی: «ياد شرکت په ساحه کې د ګازو د يو پايپ غځولو کار پر مخ وړه، چې امنيتي ساتونکي يې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل.»
راپورونه وايي؛ ټپيان روغتون ته وړل شوي او د ځينو روغتيايي حالت نازک دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسئوليت پر غاړه ندی اخيستی او پاکستاني ادارو هم په دې اړه څه ندي ويلي.
11/08/2025
د چارواکو په حواله، د پاکستان په شمال کې د سیلابونو پر مهال د اوبو د یوه زیانمن کانال د پاکولو پر وخت د ځمکې ښویېدنې له امله اوه رضاکاران مړه شوي او د یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
05/07/2025
د اوکراین پوځ د شنبې په ورځ وویل چې ځانګړو ځواکونو ېې د روسیې پر یوې پوځي هوايي اډې بریدونه کړي دي. د اوکراین د پوځ په یوه اعلامیه کې ويل شوي چې په دغو عملیاتو کې روسي الوتکې او د مهماتو یوه زېرمه په نخښه شوي دي.
د دې موضوع نور جزویات په لومړۍ تبصره کې لوستلی شئ:👇
Big shout out to my newest top fans! ملنګ اشناء
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khost