Abdali Medical Complex
08/04/2026
کاري فرصت
عبدالي طبي کمپلېکس – خوست، افغانستان
د بستونو شمېر: ۲ تنه مسلکي نرسان
د استخدام ډول: بشپړ وخت (Full-time)
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: April/12/2026
د بست موخه:
عبدالي طبي کمپلېکس د خپلو روغتیايي خدماتو د لا پیاوړتیا او ناروغانو ته د پوره پاملرنې او د کیفیت لوړولو په موخه غواړي دوه مسلکي او وړ نرسان وګماري.
شرایط او وړتیاوې:
د نرسېنګ ډيپلوم یا لیسانس
لږ تر لږه له ۱–۲ کاله کاري تجربه
د ناروغانو د پاملرنې عملي مهارتونه
د بېړنیو حالاتو سره د کار کولو وړتیا
د ټیمورک روحیه لرل
د مسؤلیتپذیرۍ احساس او د وخت پابندي
صداقت، مسلکي اخلاق او د ناروغانو سره مناسب چلند
د فشاري شرایطو سره د کار کولو توان
د دوامداره زدهکړې او پرمختګ لېوالتیا
امتیازات:
مناسب او رقابتي معاش (د وړتیا مطابق)
د ظرفیت لوړونې او روزنې فرصتونه
خوندي، منظم او مسلکي کاري چاپېریال
ضروري اسناد:
خُلص سوانح (CV)
تحصیلي اسناد
د کاري تجربې اسناد
د تذکرې کاپي
اسناد په PDF بڼه واستوئ
د غوښتنلیک سپارلو لارې:
برېښنالیک: [email protected]
حضوري: د عبدالي طبي کمپلېکس د HR څانګې ته اسناد سپارلی شئ.
📞 اړیکه: 0770298484
📍 پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ پاس سرک، د احمد شاه ابدالي پوهنتون ترڅنګ، خوست – افغانستان.
07/04/2026
د روغتیا نړۍواله ورځ
روغتیا د ژوند تر ټولو ارزښتمنه پانګه ده او یو سالم ژوند هغه وخت رامنځته کېږي چې انسان پر وخت، دقیقو او باوري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
عبدالي طبي کمپلېکس په همدې باور ولاړ دی، چې د ټولنې هر فرد ته باید معیاري، پر وخت او باکیفیته خدمات وړاندې شي.
په همدې مناسبت موږ یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کوو، چې د عصري وسایلو، مجربو متخصصینو او ۲۴ ساعته خدمتونو له لارې به ستاسو د روغتیا ساتنه زموږ لومړیتوب وي.
راځئ! چې په دې ورځ د خپلې او د خپلو عزیزانو روغتیا ته جدي پام وکړو، منظمې طبي کتنې ترسره کړو او د سالم ژوند اصول خپل کړو.
یو سالم انسان، یوه سالمه ټولنه جوړوي.
📞 اړیکه: 0770298484
📍 پته: ۱۲۰۰ فامیلۍ پاس سرک، د احمد شاه ابدالي پوهنتون ترڅنګ، خوست – افغانستان.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Telephone
Website
Address
1200 Families
Khost