Mr Zadran

Mr Zadran

Share

03/04/2026

د زلزلې له کبله د رهبرۍ له لوري د مرکز کابل او ولایتي روغتیا مسؤولینو ته د پوره اماده ګۍ امر شوی که خدای مه کړه هیوادوال متضرر شوې وي چې ورته پوره رسېدنه وشي!

که ستاسې سیمه کې څوک متضرر شوې وي زمونږ امبولانس او روغتیایي ټیمونه ستاسې خدمت کې دي.

د اړتیا په صورت کې ۱۰۲ وړیا شمیرې سره اړیکه کولای شئ!
او نن شپه د ټول هیواد لپاره د عاجل ځواب وینې ډیپارټمنټ شمیره لاندې ده!

+93 78 766 2383

Photos from Mr Zadran's post 20/03/2026

ولسه، زموږ اختر ګوره سم وو، مياشت ګوره اوچته ولاړه ده، هلمندیانو ولا منم مو، ما ویل تاسو په ځمکه کې غټې غټې برمې نه وینئ، نو آسمان کې مو وړه میاشت څنګه ولیده، خو افرین یاره زموږ فکر مو غلط ثابت کړو.😜

06/12/2025

د موزیلا پښتو د ټیمي سیالۍ اعلان

د موزیلا پښتو کامن وایس ټیم یو ځل بیا د پښتو ژبي د ودي، بډایني او ډیجیټل کولو او د ګډونوالو د معنوي او مادي تشویق لپاره د سیالۍ پلان لري. دا ځل موږ بیا په ډېر شفاف او مهم ډول یوه د ټیمونو سیالۍ پر لار اچوو چي ګډونوال به په ټیمونو یا ګروپو ویشل کېږي او هر ګروپ به خپل مشر لري.

د ډیجیټل پښتو ټیم دا پلان لري چې د Pashto Common Voice د کمپاین لپاره یوه لويه، منظمه او په زړه پورې ټیمي سیالۍ پیل کړي. د دې سیالۍ هدف د پیسو ګټل یا تفریح ​​نه، بلکې اصلي موخه یې د پښتو ژبې د ډیجیټلې کېدو، د غږیزو معلوماتو د راټولولو، او د زرګونو خلکو د ګډ کار له لارې د پښتو راتلونکي ته خدمت کول دي. دا سیالي به د کرکټ د ملي لیګونو په شان پرجوش، منظمه او د خلکو په ګډون ولاړه وي، خو محور به یې یوازې ژبه، ټېکنالوژي او ټولنیز خدمت وي.

په دې سیالۍ کې هر ګډونوال کولای شي خپل ټیم جوړ کړي، خو یو مهم اصل لري. هغه کسان چې د Pashto Common Voice په ټول جریان کې د ۱۰۰ ټاپو په کتار کې دي، دوی کولای شي خپل ټیمونه په بشپړ ډول جوړ کړي، ځکه چې دوی تجربه لرونکي او ثابت قدمه ګډونوال دي. او ډېر کار یې موزیلا کي کړی. نور کسان چې په ۱۰۰ ټاپو کي نه دي، هغوی هم ټیم جوړولای شي، خو اجازه نه لري چې په خپل ټیم کې له یو څخه تر سل کسان اضافه کړي. دا اصل د عدالت، توازون او سالمې سیالۍ لپاره جوړ شوی دی.

هر ټیم ته اجازه ده چې تر ۱۰۰ کسانو پورې غړي ولري، او د ټیم د لومړنیو ۱۰۰ فعالو کسانو غږیزې ونډې به د ټیم په مجموعي نمره کې حسابېږي. دا کار د دې لپاره کېږي چې ټیمونه نامحدود غړي نه زیاتوي او سیالي په منظم او عادلانه ډول پرمخ ولاړه شي.

ټیم جوړول یوازې د خلکو راټولول نه دي؛ بلکې هر ټیم باید خپله هویت هم ولري. دا هویت له درې مهمو برخو جوړېږي:
۱ - د ټیم نوم چې باید په انګلیسي وي، لنډه نښه (abbreviation) ولري او له پښتونخوا او افغانستان د طبیعي ښکلاوو لکه غرونو، سیندونو، درو، جهيلونو او یا ملي سمبولونو څخه الهام واخلي. د قبیلو، ولسوالیو یا قومي نومونو کارول په دې سیالۍ کې مناسب نه دي، ځکه چې موخه د ژبې خدمت دی، نه د هویتونو وېش او تفرقه.

۲ - د ټیم لوګو چې باید د کرکټ د ټیمونو په شان ښکلی، رنګین او پېژندګلوی لرونکی وي.

۳ - د ټیم رسمي واټساپ ګروپ چې ټیم کپتان به یې اداره کوي او ټولې همغږي به پکې کېږي.

د هر ټیم مشري د یو ټیم کپتان په غاړه ده. کپتان به د ډیجیټل پښتو اسوسیېشن لخوا ځانګړې روزنه ترلاسه کوي چې پکې د غږونو ثبت، د صوتي معلوماتو د ارزونې (validation) اصول، د رضاکارانو مدیریت، د سالمې سیالۍ اخلاق، د نوو کسانو جلب او جذب، او د ټیم د ترسره کولو پلانونه شامل دي. وروسته له روزنې، کپتان به یوه اخلاقي ژمنه لاسلیک کوي چې په کې لیکل کېږي چې هغه د رښتیني ثبت، د درغلیو نه کولو، د خلکو د احترام، د زور نه کارولو، او د ژبې د خدمت لپاره ژمن دی.

ټیمونه کولای شي د ښوونځیو، پوهنتونونو، دفترونو، روزنیزو مرکزونو، ټولنیزو شبکو او وټساپ ګروپونو له لارې نوي خلک ورجلب کړي. هر ټیم ته سپارښتنه کېږي چې خپل ځان لپاره تبلیغاتي مواد جوړ کړي لکه پوستران، ویډیوګانې، او لنډ معرفتي متنونه. دا جذب یوازې د سیالۍ لپاره نه دی، بلکې د دې لپاره دی چې خلک د پښتو ژبې د ډیجیټلې کېدو له بهیر سره بلد شي او د عامه پوهاوي برخه شي.

په سیالۍ کې دوه اصلي برخې دي:
د غږ ثبتول چې په کې ګډونوال جملې لوستل او ثبتوي، او Validation چې په کې خلک د نورو ثبت شوي غږونه اوري او ارزوي. د ثبت هر رښتینی غږ یوه نمره، او هره سمه ارزونه ۱.۵ نمرې لري، ځکه چې ارزونه د ټول سیستم لپاره تر ټولو حساس او مهم پړاو دی.

سیالي به د یوې میاشتې لپاره روانه وي، هره ورځ به د ټیمونو شمېرې راټولیږي او هره اونۍ به د پرمختګ راپور خپرېږي. د سیالۍ پای کې به لومړی، دویم او درېیم ټیمونه د ۲۵۰، ۱۵۰ او ۱۰۰ ډالرو جایزې ترلاسه کوي، او د غوره ټیم، غوره لوګو، او غوره کپتان ځانګړي تقدیر لیکونه هم ورکول کېږي.

په ټوله کې، دا سیالي به په زرګونو افغانان د یو واحد هدف لاندې سره یوځای کړي: پښتو ژبې ته د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټېکنالوژۍ دروازې پرانستل. دا سیالي به د ملت، ژبې، زده کړې او ټېکنالوژۍ ګډ سفر وي.

لينک په کمینت کې

05/12/2025

زه غواړم چې په راتلونکی د فارمسي Exit امتحان ورکړم هغه لپاره راته څو کتابونه وښايي چې سوالونه ورڅخه راځي يا پکې وي مننه

Want your business to be the top-listed Computer & Electronics Service in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


New Kot
Khost