Javed Books

Javed Books

Share

21/03/2023

نوی کال مو نېکمرغه!

#پسرلی

29/07/2022

د تېرې ليکنې په دوام...
ساينس او الهيات وروستۍ برخه

دوه اړخيزه مطالعه
د آفتونو او رنځونو په ستونزه کې په علمي بڼه د څېړلو لومړی اسل د دوه اړخيزه/تقابلي بڼه پوهېدل in comparison that we understand بلل کيږي. دوه اړخيزه مطالعه موږ ته وايي چي دا ستونزه يوازې په انساني نړۍ پورې اړه لري، په داسي حال کې چي انسان د ټولو کايناتو پر وړاندې ډېر کوچنی دی. پاتې ټول کاینات تر خپل ټولو وسعتونو پورې بې نقصه zero-defect world دي. په کايناتو کې بې شمېره کړنې او پېښې ترسره کيږي، په هغوی کې هيڅ کومه خرابي evil نه تر سترګو کيږي.
په انساني نړۍ کې ناروغۍ، په انساني نړۍ کې پېښې، په انساني نړۍ کې ظلم، په انساني نړۍ کې فساد، په انساني نړۍ کې بې انصافي، په انساني نړۍ کې جګړې، په انساني نړۍ کې کرکه او دوښمني، په انساني نړۍ کې بېلابېل جرمونه او دې ورته نورې ډېرې بدۍ موندل کيږي. د انسان د نړۍ پرته، پاتې نور کاينات لدې ډول بديو پاک دي. همدغه توپير دا څرګندوي چي د بدۍ مساله problem of evil د انسان زېږنده پديده ده. که چيري دا مساله د فطرت له لوري پیدا سوې مساله وای، نو پرته له شکه به په ټولو کايناتو کې موندل کېدای.

ساينسي مطالعه
د ساينسي مطالعې مساله دا څرګندوي چي په انساني نړۍ او پاتې کايناتو کې يو ښکاره توپير دادي چي په پاتې کايناتو کې په جبري/حتمي ډول د فطري قوانينو له مخې اداره کيږي. د دې په وړاندې انسان بيا ازاد دی او د خپلې ازادۍ له مخې د خپل ژوند نقشه جوړوي. همدغه توپير د بدۍ د مسالې (problem of evil) لامل ګرځي.
د دې مسالې ژوره څېړنه موږ ته دا واضېح کوي چي د انساني نړۍ ټولې بدۍ، د انساني ازادۍ د ناسمې/غلطې کارونې پاپله ده. طبي ساينس وايي چي د ناروغيو لامل په طبیعت کې نشته، بلکې د انسانانو په تېروتنو کې دی. همدا تېروتنې ځیني وخت خپله لړلی کس له لوري موندل کيږي، کله بيا د پلار او نيکه وراثت د دې لامل سي، او کله بيا د ټولنيز نظام فساد د دې ډول ناروغيو لامل ګرځي. دا خبره ډېره د پام وړ ده چي د ناروغيو تړل له طبیعت سره د ملحېدو مفکرينو نظريه ده کومه چي د ساينسي موندنو پر بنسټ نده. په ورته توګه جګړې، نړیواله تودوخه، بېلابېلې چټلۍ/کثافات، فضايي مسايل ecological problems او نور... ټول د انساني ازاديو د ناسمې کاروونې پايله ده.

د خدای تخليقي پلان
خالق انسان ته خپله/ ازادي freedom ولې ورکړه؟ د دې ځواب دادی چي خالق وغوښتل چي انسان ته يو لوی انعام/ډالۍ ورکړي. دا لویه ډالۍ جنت دی، چي د ابدي خوښيو ځای دی. د جنت حقدار يوازې هغه کس دی څوک چي خپله ازادي/اراده سمه وکاروي. هغه څوک د ازادۍ سره خپل ځان ډيسپلين او اداره کې ولري. چيري چي ازادۍ شتون ولري، هلته د ازادۍ ناسمه کاروونه هم ترسره کيږي.
پدې خبرې د پوهېدلو لپاره اړينه ده چي د خالق په تخليقي پلان creation plan ځان پوه کړو. د خالق د تخليقي پلان له مخې انسان ته پدې نړۍ کې په بشپړ ډول سره ازادي ورکول سوې ده. دا کار خدای د ازموينې په خاطر کړی دی. د انسان په ژوند کې چي کومې پرېشانۍ او مصيبتونه راځي، هغه ټول د همدې ازادۍ د ناسمې کاروونې په پايله کې رامنځته کيږي. ځیني وخت په مستقيمه توګه او ځيني وخت بيا په بالواسطه توګه، ځیني د کس د خپل ذاتي کړنې له امله او ځيني وخت د نورو انسانانو د کړنو له امله او ځیني وخت بيا په فوري توګه د غلطۍ پايله ويني او ځیني څو نسله وروسته د هغې غلطيو د پايلو سره مخ کيږو.

د کايناتي معنويت توجیه
د خالق د وجود د بحث دوهم اړخ د کايناتي معنويت meaning سره اړيکه لري. د خالق منل نه يوازې د کایناتو د شتون منل دي، بلکه په خالق باور او عقيده لرل، کاينات به بشپړ ډول سره بامفهمومه/مانا لرونکی کوي. د خالق نه منل دا مانا لري، چي يو مانا لرونکي کاينات په بې مانا پای/انجام سره پایته رسيږي. په داسي حال کې چي منل يې دا وايي چي کاينات په مانا لرونکي پای، پای ته رسيږي.
د انسان دننه په ذاتي توګه سره د انصاف او بې انصافۍ تصور پیدا کيږي. انسان په ذاتي توګه همدا غواړي چي کوم کس که د انصاف د اصولو سره سم ژوند وکړي، هغه ته دې مکافات ورکړل سي او کوم کس چي د بې انصافۍ لاره راواخلي، هغې ته دې سزا ورکړل سي. د دې فطري غوښتنې د بشپړېدو لپاره يوازې د خالق لرونکي کايناتو universe with god نظريه صدق کوي. په بې خالقه کايناتو universe without God نظريه کې د دې فطري غوښتنې هيڅ ډول جواب نه موندل کيږي.
هر انسان په پيدايښتي توګه په خپل ځان کې د هيلو او غوښتنو لوی سمندر پالي. په اوسنۍ زمانه کې د دې ډول هيلو لاسته راوړل fulfillment ناشوني دي. د بې خالقه کايناتو په نظريه کې د انسان لپاره يو حسرت ناکه پای شتون لري، هغه دا چي د نوموړي هيلې به هيڅکله هم پوره نسي. خو د خالق لرونکو کايناتو په نظريه کې دا شونتيا لري، چي د خپلو هيلو لړۍ وروسته له مرګه ژوند کې وپايي.

د وخت شعور
د انساني ارواپوهنې مطالعې دا وايي چي انسان په يوه وخت کې شعوري مخلوق دی. هغه خپل وخت په اوسمهال او راتلونکي کې وېشلی ويني. بل لوري ته واقعيت دادی چي هر انسان ته په ژوند کې يوازې اوسمهال present وخت ورسيږي. هر انسان له راتلونکي محروميږي او د مایوسۍ په حال کې مري. انسان په اوسمهال کې د خپل غوره راتلونکي لپاره کړنې سرته رسوي، خو د محدود عمر له امله نوموړی غوره راتلونکی نسي ترلاسه او په پاي کې له يوې لويې مايوسۍ سره لدې نړۍ ولاړ سي.
موږ يو ځلې په انټرنېټ کې دا پوښتنه وکړه، هغه کوم مشهوره او نوموتي کسان وو، چي د خپل عمر په پای کې د ډيپرېشن depression او مايوسۍ ښکار سول؟ د د پوښتنې په ځواب کې په انټرنېټ کې د غټو او نوموتو خلکو کوم فهرست چي موږ ترلاسه کړی، څلور سوه ۴۰۰ تنو نومان پکې شامل وو. ( هر کس کولای سي د انټرنېټ په لټون کې دا فهرست وګورئ، د دې فهرست عنوان دی: Risk Factor: Depression) . د کايناتو په خالق لرونکې نظريې د انسان دې ډول فطري پوښتنې ته ځواب شتون لري، خو د کايناتو په بې خالقه نظريه کې د دې پوښتنې هيڅ کوم ځواب شتون نلري.

د زوجينو اصول
د کايناتو مطالعه موږ ته دا وايي چي دلته هر څيز جوړه، جوړه پيدا سوي دي. د منفي الکټرونکي ذرې پر وړاندې مثبته ذرې، د درختې په ګلانو د ښځينه او نارينه شتون، په حيواناتو کې ښځینه او نارينه جنس، په انسانانو کې نر او ښځه او نور... دا يو کايناتي قانون دی، دلته هر څیز له خپلې جوړې سره تر يوځای کېدو وروسته بشپړيږي.
د همدې امله د انساني ژوند د جوړې شتون هم بايد وي. ياني له مرګ مخکې نا بشپړ ژوند سره وروسته له مرګه بشپړ ژوند. د کايناتو په خالق لرونکې نظريې کې د اوسني نيمګړي ژوند بشپړه جوړه شتون لري، خو د کايناتو په بې خالقه نظريه کې دا بشپړونکې جوړه شتون نلري.

د ايډياليزم ناکامي
ټولو فيلسوفانو او مفکرينو شته نړۍ ابدي eternal بللې ده. د دوی خيال دا وو چي په اوسني عالم کې به يوه ورځ نه، يوه ورځ د خپلې خوښې نړۍ جوړه کړو. ايډيال ټولنه، ايډيال حکومت، او ايډيال نظام تصورات دهمدې فکر له مخې را پيدا سول.
د خلکو په وړاندې تهذيب civilization د دهمدې انساني خوب /تصور تعبير دی. د شته صنعتي پرمختګونو وروسته خلک پدې فکر کې سول چي تهذيبي ارتقا به اخر پاي کې دوی تر هغې حده ورسوي تر څو چي دوی پدې نړۍ خپل ځان ته جنت جوړ کړي. خو دا تصور په بشپړ ډول سره باطل ثابت سو.

د نړۍ پای
د نوي ساينس سر لاری ايزاک نيوټن (۱۷۲۷ز کال کې مړ) په ۱۷۰۴ ز کال کې د طبيعي قوانينو تر مطالعې وروسته دا وويل چي شته نړۍ به په ۲۰۶۰ ز کال کې له منځه ولاړه سي. (پايمز اف انډيا، ۱۸جون ۲۰۰۷). د ټولې نړۍ ساينس پوهان د سوچه کتنو پر بنسټ دا وايي چي د نړيوالې تودوخې په پايله کې د نړۍ پای یقيني سوی دی. د تهذيب نوره ارتقا/لوړاوی له اصله سره شونتيا نلري.
الون ټاپلر Alvin Toffler په خپل کتاب future shock(۱۹۷۰ ز کال کې چاپ) کې وايي چي نړۍ صنعتي industrial age څخه و سوپر صنعتي super industrial age ته دننه سوې ده. د بټن وهلو push button culture کلتور تر دې حده پرمختګ کړی دی چي په نړۍ کې هر کار په اټوماټيکه توګه ترسره کيږي. خو د نړيوالې تودوخې ستونزه د تاريخ د بشپړولو پرځای د تاريخ پای end of history پيغام له ځانه سره راوړی دی.
د انساني تاريخ دا پديده پرته له شکه د ورځی يو له تر ټولو لويو پوښتنو څخه دی. د دې پوښتنې ډاډمن ځواب يوازې د کايناتو په خالق لرونکې نظريې کې شتون لري. د کايناتو د بې خالقه نظريې له مخې د دې پديدې کومه ډاډمنه توجيه کوونه له سره شونې نده.
دا ډول بېلګې په څرګنده توګه دا واضېح کوي چي د کايناتو په بې خالقه نظريه کې ډېره لويه تشه شتون لري. هغه دا چي د دې نظريې په منلو سره يو له مانا ډک کاينات پر ډېر بې مانا انجام سره پای ته رسېدونکي په نظر راځي.
بل لوري ته د کايناتو خالق لرونکي نظريه لدې ډول نيمګړتيا څخه په بشپړ ډول سره تشه ده. د کايناتو خالق لرونکي نظريې په منلو سره له مانا ډک کايناتو پای له مانا ډک راتلونکي سره تړلی دی. پدې نظريه کې عقل او منطق دواړه ډاډمن کيږي.

| #اظهاردين | | #دروند |

Want your business to be the top-listed Shop in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Aino Mina
Kandahar
8038