Cricket Update News
د افغانستان خلاف شل اووریزو سیالیو لپاره ویسټ انډیز لوبډله اعلان کړه، مهم ټکي:
- برانډن کینګ به د 16 کسیزې لوبډلې مشري کوي.
- جیسن هولډر، روومن پاول او روماریو شیفرډ ته آرام ورکړل شوی.
- د شای هوپ، روسټن چیس، اکیل حسین او شیرفین ردرفورډ په شمول بعضې مهم لوبغاړي په سکواډ کې نشته، دوي اوس مهال د سوېلي افریقا لیګ کې بوخت دي.
- شمار جوزف او ایوین لیویس له ټپونو وروسته، دې سکواډ ته غوره شوي خو الزاري جوزیف لا هم د ټپونو له وجې نه دی انتخاب شوی.
- ځوان کوینټین سمپسون ته په لومړي وار په شل اووریز سکواډ کې ځای ورکړل شوی.
- د مشر روزونکي ډیرن سمي په مشرۍ به یاد سکواډ سبا له ویسټ انډیز څخه حرکت وکړي او د جنوري په شپاړسم تاریخ به اماراتو ته ورسیږي، لومړۍ سیالۍ په نولسمه نیټه ده.
- روزونکي ډیرن سمي دا سیریز د شل اووریز نړیوال جام د چمتوالي لپاره مهم بللی، حال دا چې د نړیوال جام لپاره بعضې کلیدي لوبغاړي ددې سیالیو برخه نه دي.
د یادونې وړ ده چې یو شمیر افغان لوبغاړي هم دم ګړۍ د سوېلي افریقا او بنګلدېش په تجارتي لیګونو کې لوبیږي چې بعضې یې اماراتو ته ستانه شوي دي، او پاتې لوبغاړي به هم نن/سبا یاد لیګونه پرېږدي.
د ویسټ انډیز سکواډ:
برانډن کنگ (کپتان)
الیک اتانازي
کیسي کارټي
جانسن چارلس
میتیو فورډ
جسټین ګریوز
امیر جنګو
شمار جوزیف
ایوین لیوس
ګوډاکیش موتی
خاري پیری
کوینټین سمپسون
جیډن سیلز
رامون سیمونډز
شمار سپرېګر
شمرون هیتمایر
غروال
28/12/2025
ما ډېر کوښښ وکړ؛ چې د راشد خان په هکله لیکنه ونه کړم، خو د ځینو تبصرو اړ کړم چې نظر پرې ورکړم.
ما ویل؛ هغه ورځ مو یاد ده، چې اسټرالیا د ااا سره د کرکې د ښودلو په پار، د افغانستان سره د ټیسټ لوبه لغوه اعلان کړه. راشد خان فورآٙ د هغوی بېګ باش تجارتي لوبو کې له ګډون انکار وکړ، حتا په لسګونه زره ډالر ګټې پروا یې هم ونه ساتله، ځکه وطن تر شخصي ګټو ارزښت ورته لاره.
کله چې د ااا او پنجاب جګړه شوه؛ بیا یې د پاکستان په تجارتي لوبو سوپرلیک کې له ګډون انکار وکړ. هلته یې هم ملي دریځ له شخصي ګټو بهتره وګاڼه. حتا د خپل ټویټر له پروفایل یې د لاهور قلندر نوم لیرې کړ.
کله چې په کونړ کې زلزلې وشوې؛ راشد خان یو د مخکښ کسانو ؤ، چې شخصي مرسته یې اعلان کړه. حتا په نړیوالو یې هم غږ وکړ، د ډېرو بهرنیو مرستې یې هم غونډې کړې، په امانت یې تر خپلو هېوادوالو ورسولې.
ما یې څو مثالونه ورکړل، تاسو یې مخینې ته ځیر شئ، چې د وطن غږ شوی، همېش یې غږ لوړ کړی او د بې وزلو هېوادوالو لاس نیوی یې کړی.
مګر تاسو متوجه یاست؟ د وروستي واده له امله بېخي ډېر وښکنځل شو. حتا د ځینو داسې پوسټونه مخې ته راغلل، چې له زړه پرې خفه شوم. مونږ ولې سل ښیګڼې نه ستایو، خو که عادي منفي نقطه هم پیدا کړو، ډېر ژر خبرې پرې کوو؟
ماسره وېره ده؛ چې دا سړی په دې حد عقده یي نه کړئ، چې بیا د ګلالۍ په سرنوشت اخته شي. د ګلالۍ پیل په دې حد ناوړه نه ؤ، خو د ولس افراطي توهین لا عقده یي کړه، حتا تر دې چې له افغانیت یې د یوې انټرویو د لارې انکار وکړ. اوس بېخي نږدې شوې، چې بله ورځ بربنډ فلمونو کې هم کار پیل کړي.
راشد خان کافي ډېر امکانات لري. که غرور مو ورڅخه واخیست، شاید له افغانیت او وطن یې زړه توری کړئ، بیا به یې در پریښی وي. دا بېخي بې انصافي ده، چې خپل خواخوږي د ستایلو پر ځای رټو.
سرور ستانکزي
25/12/2025
ګلبدین نایب نړیوال جام کې لوبېدل غواړي !
داچې ګلبدین نایب د اماراتو په نړیوال لیګ کې په پرله پسې ډول ناکام دی او همداراز د تېر نړیوال جام وروسته هم په ملي لوبو کې ډير ناکام پاتې شوی دی تازه یې له افغان کرکټ بورډ غوښتي چې هغه دې د نړیوال جام برخه کړي ګلبدین همداراز بورډ ته یادونه کړې چې هغه په هند کې ډير ښه ریکاډ لري او کولی شي چې هلته ښه وځلیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټه هم په ډير فکر سره په دې هڅه کې دی چې دا ځل د مېډل ارډر لپاره د ګلبدین' دروېش او کریم جنت ترمنځ یوازې دوه لوبغاړي وټاکي څو هلته دغه ډول لوبډله نړېوال جام ته وټاکي خو ګورو چې د دوی انتخاب کوم یو لوبغاړی دی.
بلخوا بیا د غوراوي کمېټې ځیني غړي د فرمان ساپي غوښتنه هم کوي خو کپتان او روزونکي مخالفت کوي او وايي چې داځل د تجربه ناکو لوبغاړو سره نړیوال جام ته ځي.
عابد
14/12/2025
ایا پوهېږئ چې د کرکټ لوبه له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو کې کیږي، خو دا مهال یوازې ۱۲ لوبډلې د ICC بشپړ غړیتوب لري؟
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul