Royal Medical Complex
15/07/2019
#معلومات
ادرک قلۍ قلۍ کړئ او بیایې په اوبو کې وخوټوئ نیم ګیلاس اوبه یې هر سحر په نهره وڅښکئ پدې سره مو د خیټې چینجي او د معدې زخم له منځه ځي.
17/05/2019
د ويني د لوړفشار سره د انسان 8 تيروتني
ليکنه: داکتر عبدالصمد نظري
دويني لوړ فشار ځيني وختونه هيڅ نښه نښانه نه ورکوي او انسان ته ډيرغټ مشکل پيداکړي له دی خاطره د ويني لوړ فشار کله کله د خاموش قاتل په نامه هم يادوي انسان اکثره وخت ددي خاموش قاتل سره غټي خطاگاني کوي چي په لاندي ډول یی تشريح کوم
اوله تيروتنه : زه د فشار سره عادت يم اوس په ما هيڅ نه کوي کلونه کلونه کيږي چي لوړ فشار راسره ملګري دي هيڅ مشکل يي ندي راته پيد اکړي . داخپله يو غټه خطا ده چي کوي يي ځکه دده رګونه کلونه کلونه د لوړ فشار په مقا بل پاته سوي مقاومت يي ورضعيفه کړي په اساني سره يي پټاوي کولاي سي او دا خپله درګو لپاره زنګ خطر دي. دشخص هغه وخت سرخلاصيږي چه رګونه يي ور پټاو کړي
دوهمه تيروتنه : چي فشار می لوړ شي پوه سم نور وخت نه په پوهيږم . داخپله يوه خطا ده ځکه لوړ فشار اکثره وخت نښه نښانه نه ورکوي شخص په ځان نه وي خبر خو فشار يي لوړ وي .بايد دلوړ فشار خاوند هروخت د خپل فشارکنترول وکړي .
دريمه تيروتنه : زه نور ښه يم فشار مي ښه سو نور دواته ضرورت نلرم . داخپله يو خطاده ځکه د فشار پر مخ ورکيدو تداوي نسته که څه هم وزن کموالي لږ مالګه استعمال او سپورټ ګټه لري خو د ځينو خلګو فشار بيله دوا څخه نه کنټرول کيږي د دوا ځاي د وزن کموالي او لږ مالګه استعمال نشي نيولاي
څلرمه تيروتنه: زه خپل فشار خپله کښته کوم د دوا استعمال ته ضرورت نسته . داخپله يوه خطا ده ځکه ځيني خلګ سته چي فشار يي لوړ سي نو دليمو اوبه وچښي يا بل دميوي اوبه وڅښي چي پدی طریقه باندي دفشار کښته کولو هڅه او کوښښ کوي . دفشار په کښته کولو کي دليمو اوبه کټه لري اما دومره هم قوي ندي چه د دوا ځاي دي ونيسي او د دوا په شان دي دويني فشار ژر او په لنډ وخت کي کښته کړي
پنځمه تيروتنه: زه دعمر تر پايه دوا نسم استعمالولاي نور يي پريږدم وزن کموم سپورت کوم مالګه او چربي سره احتياط کوم . داخپله يو خطاده ځکه ځيني ناروغان سته چه پر پرهيز او وزن کموالي سربيره دويني فشار يي نه کنترل کيږي بايد په بغل کي يي دوا هم استعمال کړي دوا بايد له نظره ونه غورځوي
شپږمه تيروتنه: زه دوا نه استعمال کوم دوا زما وجود ته ضرور رسوي او ما تر اوسه دوا نده استعمال کړي دوا مي خوښه هم نده. دا خپله يو خطا ده ځکه دفشار دواګاني داسي جوړي دي چه بيله د فشار کنتروله نور وجود ته اکثره وخت تاوان نه رسوي
اومه تيروتنه : چي سپورت او فزيکي تمرين وکم فشار مي لوړيږي . داخطا ده سپورت فشار نه لوړوي برعکس فشار کښته کولو کي کمک کوي . اما هغه خلګ چه د زړه ناروغي ولري دا درانده سپورته اجازه ورته نسته
اتمه تيروتنه : زه هره ورځ وږه (وگه) د ماهي غوړي اوترکاري استعمال کوم فشارمي ورک دي بيخي نسته. داخپله يوه خطا ده پر ذکرشوو سيانو سربيره بايد خپل د ويني فشار کنترول د ياد څخه ونه باسي هروخت يي وګوري.
يادونه بايد وکړم چي هروخت د ويني فشار لوړ ساتل او دهغه سره بي پروايي د زړه دحملي لپاره د عصابو دفلج د عصابو د وينه کيدو لپاره د سترګو او پښتورګو دخرابوالي لپاره زنګ خطر دي .مننه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Telephone
Website
Address
Zanbaq Square Opposite To Iran Embassy Near To Kabul Star Hotel Shahr-e-new
Kabul
1003
Opening Hours
| Monday | 00:00 - 23:59 |
| Tuesday | 00:00 - 23:59 |
| Wednesday | 00:00 - 23:59 |
| Thursday | 00:00 - 23:59 |
| Friday | 00:00 - 23:59 |
| Saturday | 00:00 - 23:59 |
| Sunday | 00:00 - 23:59 |