Civil Engineering Information

Civil Engineering Information

Share

24/06/2022

نن به درسره دسرک باره کې هغه معلومات شریک کړم چې کومه ( Interview) کې ورسره مخامخ کېږئ انشاءالله چې تاسو به په پوره اطمنان او ډاډ سره هغه ته ځواب ورکوئ.

په عام ډول سره High Way Engineering په څلورو برخو باندې تقسیم بندي شوې ده چې عبارت ده له ؛

1: Geometric Design of High Way
2: Traffic Engineering
3: Pavement Materials
4: Design of Pavements

1: Geometric Design of High Way

په هندسي ډیزاین دسرک کې دسرک هندسي شکل اجزاوې ( Shoulder , Camber , intersection .....) او داسې نورو موضوعاتو څخه بحث کېږي.

هغه عناصر (Elements of Geometric Design)چې دسرک په هندسي ډیزاین کې ترمطالعې لاندې نیول کیږي عبارت دي له ؛

1: Cross Section E.l ( Camber, Shoulder , Width Of Road, Carb ....)
2: Sight Distances ( د دید فاصلې )
3: Horizontal Alignment ( افقي مسیر )
4: Vertical Alignment ( عمودي مسیر؛ کې میلان تغیر کوي)
5: Intersection Elements ( at Grade , Grade Separated Intersection)

د At Grade څخه هدف دادئ چې کله هم دوه سرکونه په یوه نقطه کې سره یوځائ کیږي یعنې Intersect کوي نو دا دواړو سرکونو په یوه لېول سره یو دبل سره په یوه نقطه کې یوځائ کیږي داسې نه ده چې یو سرک دبل سرک سره ارتفاعي تفاوت لري د intersect په نقطه کې.

هغه فکتورونه چې په G.D Of High Way باندې تاثیر لري: Factors Effecting The G.D Of High Way

1: Design Speed

هدف داچې کله هم یوڅوک دسرک لپاره دیزاین کوي نو Design Speed ډیر مهم عنصر دی چې په نظر کې نیول کیږي او داعنصر دمختلفو سرکونو دډولونو په اساس سره ( National High Way , State High Way ......) مختلف ډوله په نظر کې نیول کیږي.
او د دیزاین سفیډ په نظر کې نیولو سره مونګ اوتاسې افقي ګولایانې، عمودي ګولایانې، انتقالي ګولایانې، سوپرایلېویش ....... انتخاب کولای شو.

2: Topography

دهغه ساحې کوم کې چې سرک جوړیږي دهغه Slope ته په کتلو سره ډیزاین ترسره کیږي.
3: Traffic Factor ( Human characteristic, Vehicle characteristic)
په دې صورت کې دموټر ( لوړوالی ، عرض اوزدوالی ....) او همدرانګه موټروان( نېشه خوبه نه کوي موتروان، رواني حالت یې څنګه دئ......) یا مسافر حالات هم په نظر کې نیول کیږي.

4: Design Hourly Volume

ددې څخه یې هدف دادی چې ساعتوار ترافیکي حجم په اساس باید دسرک دیزاین وشي، او یو ښه اقتصادي ډیزاین هغه دئ چې د Average Time لپاره ترسه شی نه د Peak Time لپاره، زیاتره وخت دا پوښتنې کیږي چې دیزاین باید د Peak Time لپاره ترسره شي خو دابهتره نه ده ځکه چې مصارف زیاتیږي.

5: Environmental Factors ( Rain Fall , Temperature .....)

هدف یې دادی چې کومه ساحه کې سرک تیریږي دهغه دباران داوبو اندازه ، دحرارت درجه اونورو باره کې باید کافي معلومات ترلاسه کړو بیا ډیزاین سرته ورسوو،

Type Of Highway
په معمولي ډول سره په لاندې ډول سره وېشل شوي دي؛

1: Express HighWay
2: National HighWay ( N:H)
3: State Highway ( S:H)
4: Major District Road ( M:D:R)
5: Village Roads ( V:R)
6: Other Roads ( O:R)

Highway Cross Section Elements دسرک دعرضي مقطع عناصر ؛

1: Pavement Surface characteristic
په پورتني یعنې Pavement Surface characteristic
کې لاندې عناصر شامل دي؛

1: Friction ( اصطکاک )
هغه عناصر چې په اصطکاک باندې تاثیر لري عبارت دي له :

1: Type of pavement
2: Conditions ( وچ دی ، لوند دئ ....)
3: Speed
4: Break Efficiency
4: Temperature
5: Tire Condition

2: Shoulder
3: Camber
4: Carriage Way
5: Road Margin
6: Formation Width
7: Right Of Way

Pavement Of Road

په عمومي ډول سره دسرکونو پوښښونه په درې ډوله سره تقسیم بندي شوي دي؛ چې ارتجاعي پوښښ لرونکي سرکونه ( Flexible Pavements Roads ) سخت پوښښ لرونکي سرکونه ( Rigid Pavements Roads ) او ترکیبي پوښښ لرونکي سرکونه ( Combined Pavements Roads ) چې دې برخه کې به موږ د ارتجاعي سرکونو په ترکیبي اجزاوو باندې خبرې وکړو ؛

Flexible Pavements Of Road
دسرک داپوښښ دلاندې برخو څخه جوړشوئ دئ یا جوړېږي چې عبارت دي له :

1: Natural Sub grade
2: Sub-grade
3: Sub base
4: Base Course
5: Binder Course
6: Surface Course

چې پورته طبقات په ترتییب سره يو په بل پسې جوړیږي، چې پورتني څلور طبقات یې دجغل څخه اولاندېني دوه طبقات چې پورته ښودل شوي دي د Asphalt څخه جوړیږي .
چې بار پکې دیوې طبقې څخه بلې ته په ترتیب سره انتقالیږي پکې.
ډیر ځلې به مو په سرک کې د Spray ګانو باره کې هم ارویدلي وي لکه Prime Coat , Tack Coat او Seal Coat څخه عبارت دي.

۱: دا Prime Coat د Base Course او Binder Course ترمنځ استفاده کېږي چې ترڅو ددواړو طبقو ترمنځ ښه چسپش ( Bond ) ترسره شي.

۲: دا Tack Coat د Binder Course او Surface Course ترمنځ استفاده کیږي د چسپش په خاطر

۳: دا Seal Coat د Surface Course دپاسه استفاده کېږی چې دوې دندې سرته رسوي لومړی داچې نوموړې سپرې اوله نه پرېږدي چې نوروطبقاتو ته دننه شي مطلب نوموړې طبقه Water Proof ده اوبل ددې لپاره چې ښه چسپش وشي دا سپرې استفاده کېږي .
کاپي

23/06/2022

د کانکریټو او اوسپنېزو کانکریټو نیمګړتیاوې:
د اوسپنیزو کانکریټو مثبت حواص او ګټې خورا ښکاره دي او د نړی په سطحه د خپلو ښو حواصو د درلودلو له امله په ساختماني چارو کې زیات استعمالیږي
خو کانکریټ او اوسپنیز کانکریټ یو لړ منفي حواص او نیمګړتیاوې هم لري چې د نورو ساختماني موادو لپاره موقع برابروي، نو اړینه ده چې دغه منفي حواص د کانکریټو وپیژنو.................................
۱ ـ د کانکریټو مقاومت په واحد حجم کې نسبتاً لږ دی، چې په ټپیک ډول سره په پایله کې یې د عناصرو ابعاد غټیږي.................................
۲ ـ د فولادو پرتله اوسپنیز کانکریټ درنده ساختماني ماده ده، چې حجم وزن یې ( 1451Lb/ft3) یا (2.3 Ton/m3) دی.................................
۳ ـ اوسپنیز کانکریټ د عناصرو د جوړولو لپاره قالبونو ته اړتیا لري چې له دې امله یې لګښت لوړیږي. دا ځکه چې د قالبونو جوړول، د قالبونو نصبول یا تړل او بیا خلاصول او د هغې لپاره د موادو تیارول لګښت غواړي، چې د اوسپنیز کانکریټي ساختماني جز او عنصر ټول مجموعي قیمت له %30 څخه تر %50 پورې لوړوي.................................
۴ ـ کانکریټ د انقباض د اغیزو لاندې راځي.................................
۵ ـ د کانکریټو کششي مقاومت کمزوری دی چې د فشاري مقاومت څخه 1/10 ځلې کم دی. نو له دې امله په کانکریټو کې د فولادي سیحانو څخه استفاده کوو.
۶ ـ په کشش کې د کمزورۍ او د انقباض د عمل لاندې د واقع کیدنې له امله، په کانکریټو کې درزونه پیداکیږي، چې په پایله کې د چاپیریال د لاملونو له امله کمزوري کیږي د څارنې او ترمیمولو لګښت یې لوړیږي. نو د اوسپنیز کانکریټو طرحه، محاسبه او جوړونه کې ځانګړې پاملرنه په کار ده چې ځانګړو چارو په پام کې نیولو سره اړینه ده چې ددې درزونو عرضونه محدود شي دا ځکه چې دغه درزونه ممکن په ځانګړو حالتونو کې د اوبو یا لمدبل یا د زیانمنوونکو ایونونو د تیریدنې لامل شي...................................
۷ ـ د کانکریټو خواص کیدای شي د حامو موادو د حواصو د بدلون په څیر بدلون ومومي او کیدای شي چې د وړ کیفیت په نه شتون سره د مخلوط کیدنې، ځای په ځای کیدنې او څارنې لپاره ناوړه تمام شي....................................
د اوسپنیز کانکریټو پورتنۍ نیمګړتیاوې کیدای شي چې تر ډیره بریده د وړ او مناسبې محاسبې او طرحې او په احتیاط سره د جوړونې له امله محدودې شي.
C

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Kabul