WADAN
08/07/2025
تیره ورځ پکتيکا ولايت مرکز د شرنې په درې سيمو( سيد احمد بابا،شاکاريز،حنيفوال) محلي ټولګيو ته د Student kit,class kit, کتابونو او cooling سيستم توزیع شو.
نن ورځ هم په مرکز شرنه کې د پاتې صنفونو اړوند توکې توزیع شو.
20/05/2025
ودان د(WHO) په مالي مرسته د ننګرهار ولایت په شیرزاد سرخرود اچین بهسود او سپین غر ولسوالیو کې اساسي روغتیايې مرکزونه پرانیستي دي
چې د عام ولس لپاره لاندې روغتیایې خدمات پکې تر سره کیږي
1: سر وپا ناروغانو خدمات (OPD)
3:د مورماشوم خدمات (MCH)
4:د واکسینو خدمات (EPI)
5:د سوی تغذي ماشومانو خدمات
او همدا رنګه په کلینیک او لرې پرتو سیمو کې د واکسین تطبیق ترڅنګ خلکو ته د روغتیاپه برخه کې عامه پوهاوی ورکول کیږي.
22/04/2025
د ولسي ونډې بریا – د لویی ترمۍ د امید څرک!
په یوه لرې پرته، خو زړوره او مهربانه سیمه کې، چې د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ لویی ترمۍ کلی نومېږي، خلک له کلونو راهیسې له هر ډول روغتیايي خدمتونو بې برخې وو،په ننګرهار ولایت کې، د ودان خېر ښېګڼې موسسې لهخوا د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته، پنځو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه پرانستل شول. له دې جملې، د شیرزادو ولسوالۍ لویی ترمۍ کلی هم د لومړي ځل لپاره له روغتیايي خدماتو برخمن شو.
د یاد مرکز بنسټ د ولس په مینه، همکارۍ او قربانۍ کېښودل شو. یو ځوان، حفیظ الله د حاجي نورالله زوی، خپله دوه جریبه کلا د کلینیک لپاره ورکړه. د کلیوالو په مرسته د نارینه او ښځینه مراجعینو لپاره جلا انتظارځایونه جوړ شول، خونی ترمیم او د زیږنتون خونه کاشي شوه، انتاني وسایل برابر شول.
حاجي نورالله، چې له مدینې منورې دعاوې کوي، خپل بل کور د داکترانو د اوسېدو لپاره وقف کړ او د یو بل میلمستون ژمنه یې هم وکړه.
سیمهوال په وار سره د کلینیک اړینې برخې رغوي او له طبی پرسونل سره پوره همکاري کوي. دا بریا د ولسي ونډې، یووالي او همکارۍ ښکلی مثال دی
چیرې چې خلکو خپله ستونزه په فرصت بدله کړه.
19/04/2025
ودان په طورخم کې!
ودان تیره چهار شنبی د کډوالو په برخه کې د ډیرو مرستو د راجلبولو او زیاتو خدمتونو د برابرلو په موخه،
په ختیځ زون کې د ودان مؤسسې مسؤل ډاکټرمحمد یحی ویاړ،د یونیسیار عمومي رئیس عرفات جمال،د یونیسیار د ختیځ زون مسؤل ښاغلی الماس،د ګډ لوړ پوړي پلاوي په ملتیا طورخم صفري نقطه کې د پاکستان هیواد څخه د راستنیدونکو کډوالو حالت ارزونې څخه لیدنه تر سره کړه.
په دې لیدنه کې د کډوالو حالت وپوښتل شو،ثبت شوي کیسونه ارزیابي شول،اوپه ختیځ زون کې د ودان له خدمتونو څخه قدردانی وشو.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the business
Website
Address
House # 4 Street # 6, District # 6, Opp To Ministry Of Commerce And Industry, Dar-ul-Aman Road
Kabul