Najeebullah Raihan
26/03/2025
يا الهي ته بښوونکى ذات يې، ته موږ ته بښنه وکړې.
رسول الله ﷺ فرمایي:
د ډوډۍ خوړلو څخه وړاندې لاسونه مينځل غريبي لري کوي او ډوډۍ خوړلو نه وروسته لاسونه مينځل غم لري کوي.
خبرې مو تــرخې دي
خــو الحَمْدُ ِلله منافقت مو ندی زده.
د حضرت عثمان رضى الله عنه يوڅو غوره ويناوې
۱:_الله پاك تاسې ته دنيا يواځې د دې له پاره دركړې ده چې آخرت پرې وغواړئ.
۲:_زه خو د ځان لپاره دا ډېره بده او سپكه ګڼم چې ورځ دې راباندې تېره شي او د قرآن كريم تلاوت پكې ونه كړم.
۳:ـ ټيټه وينا،ښكته كتل او منځنۍ راشه درشه دايمان نښې دي.
۴:_خپل پيټى پر بل مه اچوئ، كه لږ وي يا ډېر.
۵:_توره بدن ټپي كوي او بده وينا روح .
۶:_له الله جل جلاله نه پرته له هيچا طمعه او وېره مه كوئ. يواځې له خپلو ګناوو وډار شئ .
۷:_كه چېرې مو ګناه ته زړه وي نو داسې ځاى ولټوئ چې الله پاك هلته نه وي .
۸:_ بده وينا دريو تنو ته زيان رسوي، ويناكوونكي ته، د چا بد چې وايې او څوك چې ورته غوږ نيسي.
۹:_د قهر او غضب په وخت كې ښه دوا چوپ پاتې كېدل دي.
۱۰:ـ څوك چې د انسان حق نه پېژني هغه ګويا د الله پاك حق هم نه دى پېژندلى.
۱۱:_درژوند له پاره يوه موخه ( هدف ) وټاكئ اوربيايې په ټول توان سره د لاسته كولو هڅې پيل كړئ، ښائي د برياليتوب پړاو ته به ورسېږئ.
۱۲:_كه مو سترګې بنا اورغړېدلي وي نوهره ورځ درمحشر ورځ ده.
۱۳:_د هغه چا په حال ډېرافسوس دى چې دنيا فاني ګڼي او بيا هم مينه ورسره كوي. دوزخ حق ګڼي خو په ګناه اخته وي. مرګ رښتيا بولي او بيا هم خاندي، په تقدير باور لري خوبياهم د تلونكو څېزونو اندېښنه كوي.
۱۴:_ ټولې نيكۍ له حيا اورټولې بدۍ له بې حيايۍ سره تړلي دي.
۱۵:_ ځينې وخت جرم بخښل مجرم نوررهم زړور كوي.
۱۶:_ درهغه چا په وړاندې په لوړه لهجه غږېدا مه شرمېږئ چې د سترګو په اشاره نه پوهېږي.
۱۷:_د ژبې ښوئېدل د قدم تر ښوئېدلو ډېر زيانمن تمامېدلاى شي.
۱۸:_ ګناه زړه نارامه كوي او ډاډ له منځه وړي.
۱۹:_ پوهه انسان هغه دى چې په ډېر پام اواحتياط سره ګامونه اخلي.
۲۰:_ الله پاك انسانان د ځان لپاره پيداكړي دي، ځكه نو نه ښايي چې هغوى د بل چا شي.
۲۱:_ زه په تياره كور كې دغسل ( ځان پريمينځلو ) له الله پاك نه د شرم اوحيا له وېرې اريان دريان پاتې كېږم.
۲۲:_ په تنګسه كې درزغم له بركته الله پاك پر انسان اسانتيا راولي.
۲۳:_ سخاوت د مال، عمل د علم اورد الله پاك رضا د اخلاص مېوه ده.
۲۴:_ د قبر خوښي درهغو خلكو په برخه ده چې دنيا ورته زندان ښكاري.
۲۵:_ځناور هم خپل څښتن پېژني خو انسان خپل خاوند نه پېژني.
۲۶:_د مسلمانانو ذلت درمال له نشتوالي له امله نه بلكې درديني ښوونو څخه له سرغړونې پيداكېږي.
۲۷:_ حيرانتيا د هغه چا په حال ده چې مرګ ويني او خاندي، دوزخ حق ګڼي او ګناه كوي، شيطان دښمن ګڼي او بيايې هم خبره مني.
۲۸:_ هغه علم بې ګټې دى چې عمل پرې ونه شي او هغه مال بې ارزښته دى چې پر ښوچارو ونه لګول شي.
۲۹:_ مسلمانان شپږ ډوله وېره لري: د الله پاك وېره چې دايمان دولت ترې وانه خلي، د مرګ دړملائكو وېره چې روح يې قبض نه كړي، د دنيا وېره چې له آخرت يې غافل نه كړي، د مېرمنې او كوچنيانو وېره چې الله پاك ترې هېر نه كړي، د ملائكو ډار چې ګناوې يې ونه ليكي، د شيطان وېره چې په دام كې يې ايسار نه شي.
۳۰:_ هر كار چې كوئ ، له بندګانو هېڅ ډار مه احساسوئ .
۳۱ :_په كومه خبره چې نه پوهېږئ مه يې كوئ او په كومه چې پوهېږئ د داسې سړي په مخ كې يې له ويلو درېغ مه كوئ. چې په ارزښت يې پوهيږي .
10/09/2024
زهرجن او مضر خلک کولای شي، ستاسو د باغ ګلونه پريکړې، مګر هغه په باغ کې د راتلونکي پسرلي مخه نشئ نیولی
Sabawoon ✍🥀💛📿
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul
Opening Hours
| 09:00 - 17:00 |