Engineering Information
05/10/2025
Underground pipe line color code!
25/12/2023
افغانستان د سولر انرژۍ برخه کې د ۲۲۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پوتنسیل لري. لامل یې د افغانستان پراخ مناسب ځایونه او تر ۳۰۰ ډېرې لمرینې ورځې دي. د یادولو وړ ده چې افغانستان د اوبو څخه د تولیدونکې برېښنا پوتنسیل د سولر انرژۍ تر موندلو مخکې تخمین شوی و. د انرژۍ دغه لوی او اسانه بدیل، او همدارنګه د چاپېریالي اندېښنو پام کې نیولو سره ویلی شو چې هېڅ وخت به د اوبو څخه تولیدونکې ۲۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا ټول بندونه جوړ نشي. خو داسې هم نشي کېدای چې د اړټیا وړ ټوله انرژي له سولر څخه تولید شي. ځکه د اوبو او د نورو سرچینو برېښنا د ښه تنظیم لپاره اړینه ده. په دې معنی چې یو څو لوی د برېښنا د تولید بندونه باید جوړ شي، د نورو هغو پخواني براوردنه اوس له وخت تېر دي.
د سولر انرژۍ دا پوتنسیل په دې معنی نه دی چې افغانستان د انرژۍ سرچینه شو. ځکه د افغانستان ګاونډیان هم د ورته اقلیم او لا پراخو دښتو له کبله تر افغانستان د سولر انرژۍ لوړ پوتنسیل لري. ایران د افغانستان دوه برابره سولر انرژۍ تولیدولی شي، د ترکمنستان او ازبکستان دښتې ورته مناسب ځایونه دي (چې همدا اوس په کې د غټو پروژو کارونه روان دي - دلته یې په اړه ولولئ https://t.ly/lPvKp- ) او هڅه کوي تولید شوې برېښنا یې شبکې ته وصل او بیا په افغانستان وپېري.
اوس پوښتنه دا مطرح کېږي چې د برېښنا د تولید دومره سرچینو په شتون به څوک ډېره برېښنا تولید او صادره کړي؟ طبعا هغه هېوادونه چې اقتصاد یې ښه وي کولای شي ډېره برېښنا تولید او هغه هېواد ته صادره کړي چې اړتیا ورته لري. معنی دا چې د افغانستان ګاونډیان به تر افغانستان دمخه سولر انرژۍ تولید او بیا افغانستان ته صادره کړي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul