Watan dost
15/03/2024
د خلکو سره د هغو د پوهی په اندازه خبری وکړه
نـه دی خپلی پوهی په اندازه
20/04/2022
21/08/2020
ملکه ثريا طرزي
ملکه ثريا طرزي (زيږيدنه: 24 د نومبر 1899،
مړينه: 20 د اپريل، 1968) د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ملکه او د امير امان الله خان پاچا میرمنه وه.
ثريا طرزي په سوريه کې زيږیدلی وه او زده کړې يې له خپل پلار سردار محمود طرزي نه ترلاسه کړي وې.
نوموړې په قوم پښتنه او د محمدزيانو ټبر پورې تړاو درلوده. نوموړې د خپل د وخت يوه تر ټولو پياوړې مسلمانه افغانه ښځه وه چې د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کړي.
په 1929 زیږيز کال کې د افغانستان پاچا امير امان الله خان د واک نه پدې موخه ګوښه شو چې په هیواد کې د خپل منځي جګړې د پیښیدلو مخه ونيسي او اعلی حضرت امان الله خان د هیواد نه دباندې روم ته لاړ او ملکه ثريا هم هماغلته د خپلې کورنۍ سره په ایټاليی کې ژوند کاوه او په هغه وخت کې ایټاليا کې هم پاچاهي وه.
ملکه ثريا په 20 د اپریل، 1968 زیږيز کال کې د ایټاليې هیواد په روم ښار کې ددې نړۍ سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه، د هغې مړينه په ډیره درنه سترګه د ایټاليا د حکومت له خوا ولمانځل شوه او افغانستان ته د نوموړې د جسد د لیږدولو پر مهال د ایټاليا يوې پوځي ډلې د روم تر هوايي ډګره پورې د هغې مړی بدرګه کړ. بيا وروسته کله چې د هغی تابوت افغانستان ته راورسیده نو هلته يې هم په ډير درناوۍ لمانځنې وشوې او وروسته بيا د ننګرهار ولايت په پلازمینه جلال آباد کې په شاهي باغ کې د خپل میړه شاه غازی امان الله خان تر څنګ چې تر دې 8 کاله د مخه مړ شوی وه، خاورو ته وسپارلې شوه.
نشر کوونکی وطن دوست
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul