Spogmai FM
20/06/2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا لپاره د مخابراتي پراختیا صندوق لسمه پروژه پیل شوې ده، چې په ترڅ کې به يې ۵۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي. د یاد وزارت د مسوولینو په وینا، له دې پروژې څخه تر اوسه ۳۸۰ سایټونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، او د پاتې سایټونو د جوړولو او فعالولو چارې روانې دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ویلي چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په ټول هېواد کې له دوو زرو څخه زیات نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي. هغه زیاتوي چې د دې هڅو موخه د هغو سیمو د اوسېدونکو ستونزو حل دی چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وو او د شبکو پوښښ ته د خلکو لاسرسی زیاتول دي.
20/06/2026
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ایران او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کړی، خو اندېښنه یې څرګنده کړې چې په دغه هوکړه کې د ایران د بشري حقونو وضعیت ته کافي پاملرنه نه ده شوې. د دغو کارپوهانو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د جګړې له امله په ایران کې زرګونه ملکي وګړي وژل شوي او میلیونونه نور له خپلو سیمو بېځایه شوي دي. دوی هیله څرګنده کړې چې د ایران د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي ۳۰۰ میلیارده ډالر به د ټول ایراني ولس د هوساینې او پرمختګ لپاره ولګول شي. اعلامیه زیاتوي چې دغې جګړې په ایران کې د مېشتو میلیونونو افغان کډوالو پر بشري وضعیت هم منفي اغېزې کړې او هغوی یې له ګڼو بشري او چاپېریالي ستونزو سره مخ کړي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو له منځګړو هېوادونو او نورو ښکېلو اړخونو غوښتي چې له ایران سره په وروستۍ هوکړه کې د جګړې د قربانیانو لپاره د غرامت ورکولو، د اعدامونو د درولو، پر انټرنټ د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو او د بیان د ازادۍ د خوندیتوب اړوند موضوعات هم شامل کړي.
20/06/2026
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی کابل ته رارسېدلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی د ا.ا له لوړپوړو چارواکو سره د اقتصادي، سوداګریزو او دوهاړخیزو همکاریو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د دغه پلاوي سفر به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراختیا لپاره مثبتې پایلې ولري. د عزیزي په وینا، قزاقستانی پلاوی به په کابل کې د افغاني او قزاقستاني تولیداتو په ګډ نندارتون کې هم ګډون وکړي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول او د پانګونې فرصتونو ته وده ورکول دي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul
1006