MTA

MTA

Share

26/04/2026

I got over 100 reactions on one of my posts last week! Thanks everyone for your support! 🎉

23/04/2026

🌦️ گزارش وضعیت آب‌وهوا برای افغانستان

هموطنان عزیز،
براساس نقشه بارندگی، در روزهای پنجشنبه، جمعه، شنبه و یکشنبه در بخش‌های مختلف افغانستان انواع متفاوت بارش پیش‌بینی می‌شود. لطفاً به رنگ‌های نقشه توجه کنید تا نوع بارندگی را بهتر تشخیص دهید:

🔵 آبی: باران
🟣 بنفش: ژاله
🟤 قهوه‌ای: بارش مختلط (برف و باران)
⚪ سفید: برف
🟢 سبز روشن: تر برف
🟡 زرد: باران همراه با برف

از شهروندان محترم به‌ویژه در مناطق سردسیر، کوهستانی و مسیرهای مرتفع تقاضا می‌شود در زمان رفت‌وآمد، سفرهای جاده‌ای و فعالیت‌های بیرونی، احتیاط لازم را رعایت کنند.
لطفاً برای آگاهی بیشتر، نقشه را با دقت دنبال کرده و هشدارهای بعدی را نیز جدی بگیرید.

#افغانستان #بارندگی #برف #باران

07/02/2026

د تالابونو نړیواله ورځ
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ۲مه

تالاب (Wetland) څه شی دی؟
تالابونه د ځمکې پر مخ هغو طبیعي سیمو ته ویل کېږي چې په اوبو مشبوع وي. دا سیمې معمولاً په دایمي یا موقتي او موسمي ډول په اوبو پوښل شوې وي، چې د اکوسیستم د فعالیتونو، د ژوند تنوع (Biodiversity) د ساتنې، د خاورې د خوندیتوب او د بوټو او ژوندیو موجوداتو د طبعي ودې لپاره مناسب شرایط برابروي.
په اوسني حالت کې، چې نړۍ له ګڼو اقلیمي او محیطي ننګونو او د بشري فشارونو (د نفوس زیاتوالي) له زیاتوالي سره مخ ده، تالابونو ځانګړی اهمیت موندلی دی. په نړیواله کچه د تالابونو اهمیت ته په کتو، د رامسر کنوانسیون (۱۹۷۱) په څېر نړیوالې هوکړې، د IUCN په څېر نړیوال سازمانونه او اړونده ملي بنسټونه د دغو حیاتي طبیعي سیسټمونو د ساتنې لپاره رامنځته شوي دي.

د افغانستان تالابونه
له نېکه‌ مرغه افغانستان هم د ارزښتمنو تالابونو څخه برخمن دی، چې د هېواد یو له مهمو محیطي ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي. په دې منځ کې د کابل ښار په سوېل ختیځه برخه (شهدای صالحین) کې د حشمت خان تالاب دی، چې د افغانستان یو له لومړنیو ساتل شویو سیمو څخه دی، د هېواد په پلازمېنه کې یو له مهمو طبیعي او ایکولوژیکي ځایونو څخه شمېرل کېږي.
دغه تالاب چې ۱۹۱ هکتاره مساحت لري، د مرغانو د ۹۳ ډولونو (مهاجرو او بومي) لپاره استوګنځی برابروي. د محیطي ارزښت سربېره، دا تالاب د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو په تغذیه، د سېلابونو په مخنیوي، د طبعي او تفریحي مناظرو په برابرولو او د محیطي ککړتیاوو په تصفیه کې حیاتي رول لوبوي.
خو له بده مرغه د اقلیمي بدلون (د موسمي اوبو او بارانونو کمښت)، له ځمکې څخه ناسمې ګټې اخیستنې، د ښار پراختیا، د ځمکو غصب، د تالاب ځینې برخې د کثافاتو په ځایونو بدلېدل ، ککړتیا، د حفاظتي اسانتیاوو او بودیجې نشتوالي، غیرقانوني ښکار او نورو بشري فشارونو له امله، د دې طبیعي شتمنۍ لویه برخه تخریب او زیانمنه شوې ده.

د افغانستان د نورو تالابونو او ساتل شویو سیمو په اړه به مفصل معلومات د هېواد د چاپېریالي وضعیت (SoE) په راتلونکي راپور کې وړاندې شي، چې د رها (REHA) موسسې لخوا پرې کار روان دی.

د تالابونو د ساتنې لپاره د رها (REHA) موسسې اقدامات
د کول حشمت خان شته محیطي، ایکولوژیکي او ښاري ننګونو ته په کتو، د پیاوړتیا، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو موسسې (REHA) د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې (NEPA) سره په همغږۍ، تېر کال د دغه تالاب تخنیکي او محیطي ارزونه ترسره کړه.

په دې ارزونه کې ټولې مهمې ښاري، سیمه ییزې، محیطي، تقنیني، حفاظتي او د اکوسیستم د بیارغونې ننګونې په ګوته شوې، او د هرې یوې لپاره ځانګړي وړاندیزونه او اقدامات وړاندې شول. د دې ارزونې موخه دا وه چې اړونده بنسټونه د دې ارزښتمنې طبیعي ساحې بیارغونې ته پام وکړي، ترڅو کابل ښاریان یو ځل بیا له ایکولوژیکي خدمتونو برخمن شي. په ورته وخت کې دا هڅه له نړیوالو محیطي ژمنو سره د افغانستان د عمل په برخه کې مرسته کوي.

اړوندو چارواکو او هېوادوالو ته پیغام
په دې تړاو، موږ له ټولو کابل ښاریانو، د کول حشمت خان سیمې شاوخوا اوسېدونکو، اړوندو حکومتي ادارو، ملي او نړیوالو سازمانونو او خصوصي سکټور څخه هیله کوو چې د دې ملي طبیعي شتمنۍ په ساتنه او بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي. که نه نو، راتلونکي نسلونه به زموږ د نن ورځې د کړنو او بې غورۍ په اړه قضاوت وکړي.

د یو شین، سمسور او باثباته افغانستان په هیله.

20/01/2026

📢 بارندگی در افغانستان🌧️

همان‌گونه که در نقشه مشاهده می‌گردد، رنگ‌های آبی الی بنفش نشان‌دهندهٔ بارندگی در سطح کشور بوده که تقریباً بخش‌های وسیعی از ولایات افغانستان را تحت پوشش قرار خواهد داد.

⏰ زمان آغاز: از امشب
📅 مدت ادامه: الی روز یک‌شنبه هفته آینده

⚠️ از هموطنان گرامی تقاضا می‌گردد تا تدابیر ایمنی لازم را در ولایات خویش رعایت نمایند.
📹 لطفاً این ویدیو را شریک سازید

🌧️⚠️🤲

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Second Part Of Khairkhana
Kabul
1008

Opening Hours

Monday 08:30 - 15:30
Tuesday 08:30 - 15:30
Wednesday 08:30 - 15:30
Thursday 08:30 - 15:30
Saturday 08:30 - 15:30
Sunday 08:30 - 15:30