Prince Ahmadzai

Prince Ahmadzai

Share

Photos 25/08/2016

درد لرونکي دښځي مياشتني ناروغی
لیکنه: داکترعبدلصمد نظری

په نارمل ډول هر ښځه چه تر 50 کلني کښته وي په ميا شت يا 28 ورځو کي پنځه ورځي د رحم څخه وینه راوځي چه دغه نارغی ته مياشتني ناروغي يا حيض ورته او څه نا څه ناراحتي او دردونه ورسره ملگر وي چه نارمل فزیلوژيکی حالت دي.

نارمل مياشتني ناروغي په ټاکلي وخت شروع کيږي په ټاکلي وخت پاي ته رسيږي خو په ځينو ښځوکي غير منظم وي ,شديد دردونه ورسره وي او ځورونکي حالت وي چه تداوي ته اړتيا لري چه په لاتین ورته دیسمنیرا وایی.

په ځيني ځايو کي چه طبي اسانتياوي شتون ولری ناروغ دستي ځان تر طبي مرکزه رسوي خو په هغه ځايو چه اسانتياوي شتون ونلری نوبیچاره ښځه د درد او تکليف خپل قسمت وگڼی او پر ځان د درد تيرولو ته مجبوره شي.

د درد لرونکي مياشتني ناروغی سره ځيني نښي نښاني ملگری وي لکه دنس په لاندي برخي کی درد , سردردي, سرچرخي او خواګرځي ورسره ملګري وي

دمياشتني ناروغي اصل ميکانيزم دادي چه په ښځه کي په مياشت کي يو ځل هرمونيک تغيرات راځي همدغه دهرمونو تغيرات د رحم داخلي طبقه د هرمونو په واسطه سوليږي او تخريب کيږي او کله چه د رحم چخه دغه تخريب شوي برخه درحم باندي ايستل کيږي نو يو مقدرا وينه هم ورسره ملګر وي.په هرښځينه کي هرمونيک تغيرات په هره مياشت کي په منظم شکل په ټاکلي وخت منځته راځي چه نارمل فزيلوژيک حالت دي.

په دغه درد لرونکي ناروغی کی د رحم د عضلاتو درد او دعضلاتو انقباض او انبساط ډير شديد وي ناراحته کونکي او ځورونکي درد وي چه بايد تداوي شي.

تداوي يي مختلفي طريقي لري زه يي هغه اسانه طريقه درته وايم څوک چه دصحت مرکزته لاس رسي ونه لري يا ځيني ليري وی لاندي د درد دواګانو څخه چه هر یوه وی استفاده کولاي شی.

فقط ددغه دواگانو چخه چه یوقسم په درملتون کی پیداکری او کیفیت یی اصلی وی د درد لپاره کیفایت کوی د لاندی لیکل شوو تولو دواگانو هدف یو دی یعنی درد کموی .ددی دوا گانو څخه باید یوقسم استفاده کری توله بايد په يوخت استفاده نکړي.

Ibuprofen tb 2×1 400mg
Ponstan fort tb 3×1
Diclofenac sodium tb 2×1
Noproxen sodium tb 3×1

ذکرشوي دوا ګاني په درد کي ډير تاثير ناکه دي او ناروغ ته صحت ورکوي دمياشتني ناروغي دشروع په اوله ورځ شورع کيږي تر څلور ورځو کيفايت کوي خو هغه ښځي چه دپښتورګي يا دزړه ناروغي يا بله شديده ناروغي ولري د درد دوا په استعمال کي باید د ډاکتر څخه مشوره وغواړي .

که چيري مياشتني دوره ترنارمل وخت اوږد وخت ونيسي او درد هم نور ادامه پيدا کړي پدي صورت کي اساسي څيړني ته ضرورت سته چه بايد اساس سبب او مشکل يي څرګندشي او بيا دهغه مطابق تداوي ورته ترتيب شي .مننه

Patient education pamphlet: Dysmenorrhea By American congress of obstetricians and Gynecologists 01.02 .2011

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Ahmed SHAH Baba Meena
Kabul