Deep feeling

Deep feeling

Share

23/07/2025

او ويل کيږي چې د شرقي روم پر خلاف په يوه بريالى جګړه کې مسلمانانو د لرغوني يونان د حکمت، طب، او رياضي د ځينو کتابونو په بدل کې روميانو ته د هغوي جنګي اسيران وسپارل
په دې مثال کې چې معرفت ته د انسان د درناوي ښکاره ثبوت دى، وينو چې که څه هم د معرفت غوښتونکي په يو الله باوري دي، خو له يو مشرک تمدن څخه يې د معرفت ميوې ته لمن غوړولې ده.
پوهې او معرفت سره د مسلمانانو د مينې په مثال کې دې پوښتنې ته يو ځواب مومو چې:
ولې مسلمانان يو وخت د دنيا تر ټولو متمدن او پرمختللي خلک وو، خو اوس نور ملتونه د کاروان سرلارې دي، هغوي چې د کتابونو لپاره جنګي اسيران خوشې کوي، او هغوي چې په خپلو لوڼو او ځامنو د مکتب دروازې بندوي ډېر فرق سره لري.
زمونږ په ټولنه کې ګڼ کسان د اسلامي تمدن د تير عظمت د بيا ليدو ارمانجن دى، د دوي آرزو محترمه ده، خو اکثرو يې لا پدې فکر نه دى کړى،
چې د سيالۍ د پوره کېدو او د ميدان ګټلو لارې چارې کومې دي؟
آيا مسلمانان بايد خپل منځ کې يو د بل وينې تويې کړي، چې ترقي وکړي، او که يو بل ته لاس ورکړي؟
ودانۍ د وينو په تويولو جوړيږي، او که د خولو په تويولو؟ بې له علمه، بې له ساينسه، بې له سولې، بې له
تکنالوژي کومه بله لاره شته، چې له بې وسۍ بيوزلۍ
او نورو ته له محتاجۍ مو راوباسي ؟
کلتور او ټولنه📖

02/04/2025

او هغه وړې وړې ښیګڼې چې ته يې په ژوند کې له خلکو سره کوې تاته خوشحالي دربښي،
او هغه وړې وړې بدۍ چې تاسو یې له خلکو سره کوٸ ستاسو ژوند تریخوي.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul