Amin Khatir
مطلب که کله مو کرکټ کړی وي او یا یې کوئ؛ نو د ګلف په لوبو کې به تر ډیره برلاسي اوسئ.
ما هم د څه ناڅه کرکټ له امله، بد شاټونه ونه وهل.
TopGolf, VA USA
د ټول سیریز لګښتونه به شاوخوا ۴ لکه ډالرو ته رسېږي، خو د DRS ریویو سیسټم د تطبیق لپاره یې شاوخوا ۲۰ زره ډالر نشوای ور اضافه کولای!؟
امپایران هم د سیریز له پیل مخکې ټاکل شوي وو او ټولو ته معلومه وه چې د کوم هېواد دي. ښکاره خبره وه چې د ریویو سیسټم پرته به حتمي په خپله ګټه په هر میچ کې یو یا دوه پرېکړې کوي.
نن همداسې وشول!!!
لنډه دا چې افغانستان د ریویو سیسټم د نشتون له امله سیریز وبایله. د هغوی اوټ، نه اوټ. او زمونږ نه اوټ، اوټ.
دا موضوع یوازې په وروستي لوبه کې نه وه، بلکې په تیرو څو میچونو کې هم تکرار شوې وه.
پوهیږم چې دا د اماراتو کرکټ بورډ ملامتي ده خو د یوه فول ممبر هیواد په توګه مو باید پرې څه اثر درلودای او DRS مو پرې حتمي کړې وای. که بیخي یې نور د بودیجې امکان نه وو؛ ددغې برخې مصرف مو کم تر کمه د بل له شره په امان پاتې کېدو؛ لپاره هم په خپله غاړه اخیستی وای.
که د سريلنکا، بنگلهدیش او آیرلنډ خلاف سیالیو/سیریزونو کې DRS سیستم آپلای باندې خرچه کوو نو د دومره حساس اپوزیشن خلاف ولې نه!؟
ډیره بده تجربه وه! ډیره بده …
___
او وروستۍ خبره دا چې نن له دې ټولو ستونزو سره سره هيڅ ښه کرکټ ونه شو. بیټسمینانو هېڅ مسوولانه کرکټ ونکړ.
خو د ټول سیریز اساسي مسله د DRS نشتون وو.
چې تاوان یې یوازې افغانسنان ته ورسېد
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Dt#8
Kabul
27000