Aziz CTP

Aziz CTP

Share

07/08/2023

✍️: عبرت نه ډکه کیسه !!

وايي چې په پخوا زمانې کې يوې ښځې د واده لپاره شرط ايښې وي، چې يوازې له هغه چا سره به واده کوی، چې نوموړې زماپرده وساتي، له ډېرو هڅو وروسته يو ځوان د دې شرط منلو ته غاړه کېښوده او له نوموړې ښځې سره يې واده وکړ، له کال تېرېدو وروسته الله پاک هغوی ته يو زوی ورکړ، خاوند يوه ورځ نوموړې ته وويل: ګرانې! زه ټوله ورځ په پټو کې کار کوم او د ډوډۍ خوړلو ته چې کور ته راځم، نو وخت مې ضاېع کېږي، داسې وکړه، چې ډوډۍ را پسې نوره پټي ته راوړه، ښځه راضي شوه او پټي ته به يې د خاوند پسې ډوډۍ ور وړله، څه موده وروسته نوموړې ته الله پاک يو بل زوی ورکړ، دا ځل يې خاوند ور څخه غوښتنه وکړه، چې ګرانې! په پټو کې کار ډېر شوی، نور يې زه په يوازې ځان نه شم کولای، ته هم راځه او له ما سره په پټي کې مرسته کوه، ښځې د خاوند دا غوښتنه هم ومنله او په پټي کې يې له خاوند سره کار پيل کړ، خو دا ځلې د نوموړې پوره پرده چې لا له مخکې څخه پټي ته په تللو سره يو څه کمه شوې وه، له منځه لاړه او د يوې مودې له تېرېدو وروسته يې درېیم زوی هم پيدا شو.
يو وخت چې يې زامن ځوانان شول، خاوند په خندا، خندا کې ښځې ته وويل، تا پرده، پرده کوله، آخر دې هم پرده ختمه شوه، ښه په بې پردګۍ سره څه فرق راغئ، ژوند خو لا هم روان دی.

ښځې وويل، ته دې کوټې ته لاړه شه، زه تا د پردې او بې پردګۍ په فرق پوهوم، خاوند په کوټې کې پټ شو، ښځې خپل ويښتان ګډوډ کړل او په ژړا يې پيل وکړ، مشر زوی یې راغئ، پوښتنه يې وکړه، چې مور جانې! ولې ژاړې؟ مور وويل: پلار دې ووهلم، مشر زوی يې د مور د پوهلو لپاره وويل، که يې وهلې يې، نو څه خبره نشته دی، هغه خو له تا سره مينه هم کوي، پام هم در باندي کوي، نور يې څه ونه ويل او په خپله مخه لاړه.
ښځه غلې نشوه او د ژړا تمثيل ته يې لا پسې دوام او زور ورکړ، منځنی زوی يې چې راغئ، نو د ژړا په علت باندې له پوهېدو وروسته يې په پلار پسې کنځلې او ردې، بدې وويلې او آخر په خپله مخه روان شو، درېيم او کشر زوی چې د مور ژړا وليدله، نو سخت غوسه شو، په زوره، زوره يې کنځلې پيل کړې، بيا يې لرګی را واخيسته او ويل يې چې د پلار سره به وګوري، خو مور يې په يوه بهانه هغه غلی کړ او له کور يې وويسته، بيا يې خاوند را وغوښت او ورته يې وويل، چې مشر زوی مې د پردې په حالت کې پيدا شوی و، نو پر تا يې پرده واچوله، منځنی زوی مې چې د نيمه پردې په حالت کې پيدا شوی و، نو ستا يې نيمچه غوندې خيال وساته او پوره يې بې پرده نه کړې، خو درېيم او کشر زوی مې چې د بې پردګۍ په حالت کې پيدا شوی و، ستا د عزت پرده او جنازه يې پورته کړه.
درنو لوستونکو! پرده که له یوې خوا الهي حکم دی، نو له بلې خوا د ژوند په حالاتو هم ژوره اغېزه لري، لهذا مؤمنانو مېرمنو ته ښایي، چې په هر حال کې د پردې خیال وساتي.

Want your business to be the top-listed Business in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Sadarat Square, Itihad Market Kabul-
Kabul
1001

Opening Hours

Monday 08:00 - 12:00
Tuesday 08:00 - 12:00
Wednesday 08:00 - 12:00
Thursday 08:00 - 12:00
Saturday 08:00 - 12:00
Sunday 08:00 - 12:00