Habib Media

Habib Media

Share

Photos from Habib Media's post 09/02/2026

*د روح پالونکې زمزمې کتاب مخکتنې غونډه وشوه!*
نن دوشنبه د شعبان المعظم د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونو ریاست له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د ترنم او فرهنګ ریاست له لوري د روح پالونکې زمزمې په نوم چاپ شوي کتاب مخکتنه وشوه
د مخکتنې دا غوڼده چې د هېواد یو زیات شمېر لیکوالانو،شاعرانو د ادب او فرهنګ مینوالو په کې ګډون درلود د قرآن پاک په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه. د غونډې د پیل او ښه راغلاست لپاره د عامه کتابتونونو ریاست رئيس دکتور رفیع الله صمیم صاحب ستېج ته لاړ او ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د کتاب لیکلو او مطالعې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې د ترنم او فرهنګ ریاست ریس مولوي اختر محمد بهار د مطبوعاتو ،فکري جګړې او قلمي مبارزې په اړه ګډونوالو ته خپله وینا واوروله.نوموړي د شعر، ترنم او بل الخصوص د چاپ شوي کتاب اړتیا او ارزښت بیان کړ. هغه زیاته کړه دا کتاب د راتلونکو نسلونو او نویو ماشومانو لپاره د معیاري ترنم او شعر انتخاب یوه ښه بیلګه ده. مونږ به راتلونکې کې خپلې فکري او قلمي مبارزې ته دوام ورکوو. او خپلې هڅې به لا پیاوړې کوو.
د غونډې بل ګډونوال مشهور لیکوال او ادیب استاد دادمحمد
ناوک د شعر هنر او ادب ترڅنک له مسلکي اړخه د کتاب څېړنه وکړه. او خپل مسلکي نظریات یې د غونډې برخوالو سره شریک کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس بیا د کتاب مطالعې او د اشغال په دوران کې د ترنم، شعر رول او ارزښت په اړه مفصله وینا وکړه. نوموړي وویل دا کتاب سړي له ځانه سره هغه تیر شلو کلنو ګرمو سنګرونو ته بیایي د شهیدانو پاکو وینو د شهادت منظرو او د زخمیانو هغه آهو ته بیایي دا کتاب سړی ورسره د کفارو ظلمونو د هغو وحشتونو او جنایتونو او د زندان د ولچکو زولنو هغه شرنګا ته بیایی او دا کتاب سړي د مادیت څخه معنویت خواته راولي او د انسان د روح پالنه کوي.
د غونډې په ورستیو کې د ا ا ا مرستیال ویاند مولوي حمدلله فطرت او د پوهنې وزارت اداري مرستیال مولوي صبغت الله وصیل هم مهمې او زړه راښکونکې خبرې وکړې . ښاغلي فطرت صاحب وویل شعر او ترنم د دعوت پیغام په انتقال کې مهم رول لري. هغه زیاته کړه ترنم او شعر د غربي موسیقۍ او ناروا سندرو یو ښه متبادل پیدا شو زمونږ د ترنم ملګرو په ښه شکل بهرني او غربي افکار چلنج کړل او پر ځای یې د جهاد، مبارزې، قربانیو او اتلولیو یادونه تر خلکو ورسوله. دا تراني شعرونه باید د کتاب په شکل ثبت او ارشیف شي.
یاده غونډه د ترانه خوانانو د ترنم وروسته د ښاغلي مولوي علي محمد ذاکر صاحب له لوري د دعا په کولو پای ته ورسېده.
دوشنبه:
(د ۱۴۴۷ قمري کال د شعبان ۲۱مه) د (۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې (دلوې) ۲۰مه.)

01/01/2026

جانان شهید دی

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


7 Th
Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 13:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00