MNF

MNF

Share

Photos from MNF's post 21/03/2025

ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
“تر ټولو غوره صدقه، هغه ده چې د روژی په میاشت کې ورکړل شي.” (ترمذي)

د محمد نبي خیریه بنسټ د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې له خپلو یو شمېر بې وزلو هېوادوالو سره د مرستې په لړ کې نن د کابل په پغمان ولسوالۍ کې له ۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د نن ورځې مرسته بل افغان ستوري ګلبدین نایب د بنسټ له لارې وکړه.
ګلبدین نایب چې د لوبو په ډګر کې ځلېدلی ستوری دی، د خیر ښېګڼې په میدان کې یې هم تل خپل اخلاص ښوولی دی.
دغه بنسټ د خپلو خیریه چارو په لړ کې د تېرو کلونو په شان دا ځل هم د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو بې وزلو خلکو لاسنیوی کوي او تر اوسه یې د کابل په ګډون په ننګرهار، لغمان لوګر او یو شمېر نور ځایونو کې مرستې کړې دي.

د روژې په مياشت کې صدقه ورکول هغه لوی فرصت ګڼل کېږي چې مومن بنده د پاک رب له لوري عزت پرې حاصلوي، په مال کې يې کموالی نه راځي، بلکي د صدقې ورکولو له امله لا زياتوالی او برکت مومي.

که تاسو هم غواړئ د خیر په دغه چاره کې له موږ سره ملګري شئ، نو د بنسټ له لارې کولئ شئ خپلې مرستې خپلو ډېرو بې وزلو او اړمنو خلکو ته ورسوئ.

16/03/2025

الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار. ( ترمذي )
ژباړه: خیرات کول ګناهونه داسې محوه کوي لکه اوبه چې اور مړ کوي.
د روژې میاشت په چټکۍ تېرېږي او د خیر او برکتونو دا فرصت چې هر عمل په لس چنده حسابېږي هم له لاسه وځي. راځئ د خیر ښېګڼې په چاره کې زموږ ملګري شئ.
د محمد نبي خیریه بنسټ د روژې په مبارکې میاشتې کې د خپلو خیریه چارو په دوام نن په لغمان ولایت کې پر ۱۱۰ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
د دغو مرستو یوه برخه نېک او د خیر ښېګڼې انسان حاجي صاحب ننګیالي له خوا برابره شوې وه.
بنسټ له محترم حاجي صاحب ننګیالي مننه کوي او له نورو خییرو انسانانو او دوستانو هم غواړي چې راشي او د خپلو بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړي.
د محمد نبي خیریه بنسټ چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د روژې له پیل راهیسې په کابل، ننګرهار، لوګر، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې سلګونو اړمنو، بې وزلو او د معلولینو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي.
موږ هڅه کوو، چې د مرستو لړۍ جاري وساتو، تاسو ته هم بلنه درکوو چې راشئ او خپلې مرستې د بنسټ له لارې مستحقو خلکو ته ورسوئ.

Photos from MNF's post 13/03/2025

روژه د اخروي ګټې ترلاسه کولو ښه فرصت دی. روژه کې له بی وځلو سره مرسته کول جنت ته لارې برابرول دي .

د محمد نبي خیریه بنسټ د خیر او ثواب په دغې میاشتې کې نن د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار او چپرهار ولسوالۍ کې پر ۸۰ ډېرو بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
دغه خوارکي توکي د افغان کرېکټ ستوري راشد خان په مرسته برابر شوي وو.
راشد خان تل له خپلو بې وزلو او ناورین ځپلو خلکو سره مرستې ته وردانګلي او لاسنیوی یې کړی دی.
د محمد نبي خیریه بنسټ د روژې له پیل راهیسې په کابل کې هم لسګونو ډېرو اړمنو، بې وزلو او د معلولینو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي.

دا لړۍ به دوام لري، تاسو هم کولای شئ خپلې مرستې د بنسټ له لارې مستحقو خلکو ته ورسوئ.

راځي تل او په ځانګړې توکه په دې مبارکه میاشت کې د خپلو بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړو.

Photos from MNF's post 10/03/2025

الله متعال په خپل پاک کلام "قرآن کریم" کې فرمايي: وَ یُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلى‏ حُبِّهِ مِسْکیناً وَ یَتیماً وَ أَسیراً"


د محمد نبي خیریه بنسټ نن او پرون هم په کابل ولایت کې له څه باندې پنځوسو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دا ځل د ټولنې یو شمېر مجبورو وګړو او معلولینو ته دا مرستې ورسول شوي. د بنسټ همکارانو د بې وزلو معلولینو د کورنیو تر معلومولو وروسته هغوی ته دا مرستې ورکړې.

تر دې وړاندې د مرستو په لومړۍ جوپه کې په کابل ښار کې له څه باندې ۶۰ کورنیو سره مرسته کړې وه.
دغه بنسټ د خپلو خیریه چارو په لړ کې د تېرو کلونو په شان دا ځل هم د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو بې وزلو خلکو لاسنیوی پیل کړی دی.

که تاسو هم غواړئ د خیر په دغه چاره کې له موږ سره ملګري شئ، نو د بنسټ له لارې کولئ شئ خپلې مرستې خپلو ډېرو بې وزلو او اړمنو خلکو ته ورسوئ.

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Street NO 2
Kabul
23000