AYSO
13/04/2026
د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې لخوا د روانو پروژو د کیفیت، شفافیت او اغېزمنتیا د لا ښه والي او ارزونې په موخه یوه ځانګړې د همغږۍ غونډه د عمومي رئیس الحاج ډاکټر وحیدالله تړون په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې د پروژو مسؤلینو خپلې لاسته راوړنې ، ننګونې او د حل لپاره یې خپل وړاندیزونه د مشرتابه سره شریک کړل.
په پای کې د عمومي رئیس لخوا ټولو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او خلکو ته د لا ښو، اغېزمنو او دوامداره خدماتو د اسانتیاؤ په برابرولو کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
🔗 د نورو معلوماتو لپاره زموږ وېبسایټ وګورئ.
د افغان ځوانانو خدماتي موسسې د همغږۍ او ارزونې مهمه غونډه د افغان ځوانانو خدماتي موسسې له لوري د خلکو ته د غوره، اغېزمنو او دوامدارو خدماتو د وړاندې کولو په موخه یوه مهمه همغږیزه او ارزونیزه غونډه ترسره شوه. دغه غونډه...
09/04/2026
Two decades of experience dedicated to serving people.
27/01/2026
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مرکزي او ساحوي دفترونو استازو، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) له استازو سره په ګډه، د یادې مؤسسې د مسلکي زدهکړو پروګرام څخه د فارغو شویو ګډونوالو په بېلابېلو کاري برخو کې څارنیزه او ارزونکې لیدنه ترسره کړه.
دغه پروګرام د UNDP/STFA په مالي ملاتړ پلی شوی و، چې د ننګرهار ولایت د سرهرود ولسوالۍ او د لغمان ولایت د مهترلام ښار په یو شمېر سیمو کې د څلور میاشتو لپاره عملي شو او څه موده وړاندې په بریالیتوب سره بشپړ شو.
یاد پروګرام د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې یو شمېر ګډونوالو ته نغدي مرسته هم ورکړل شوه، څو خپل شخصي کاروبارونه پیل یا پراخ کړي.
13/01/2026
د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) لهخوا، او د یونیسف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ، د ختیځ زون په دریو ولایتونو کې د ټولنې پر بنسټ د تغذیې د پیاوړتیا پروژې (CBNI) د درېمیاشتنۍ ارزونې غونډه د دویم ځل لپاره ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو رئیسانو، د یونیسف همکارانو او د AYSO د مرکزي دفتر د رهبرۍ غړو ګډون کړی و. ګډونوالو د پروژې د تطبیق پر بهیر، لاستهراوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز او تفصیلي بحث وکړ.
همدارنګه، د پروژې د لا اغېزمن تطبیق، د همغږۍ د پیاوړتیا او د خدماتو د کیفیت د لوړولو په موخه بېلابېل وړاندیزونه او پرېکړې وشوې.
دغه غونډه د ختیځ زون د تغذیې پروګرامونو د ارزونې، د تجربو د شریکولو او د راتلونکو پړاوونو د لا ښه تنظیم په موخه جوړه شوې وه.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the organization
Telephone
Website
Address
House #314, Ansari Street #3 Shahre Naw
Kabul
0093