Saidi & Safi Prodaction

Saidi & Safi Prodaction

Share

Photos from Saidi & Safi Prodaction's post 16/02/2021

د ولسي باورونو پر ګاڼه سمبال ملکزي ته دې مبارک وي.
هغه مهال چې ټاکنې په افغانستان کې عملي نه، نظري هم نه وې تجربه شوې، قانون او حکومت د نن په څېر پر هر چا د تطبیق او څار وسه نه لرله او مشرولي د وړتیا او اهلیت نه، د طرف، زور او پیسو په بدل وه، اعجاز الحق ملکزي د ملت او خلکو د رایو، ارزښتونو او د پلیدونکې ډیموکراسۍ لپاره بې بدیله منډې او هڅې وکړې.
ښاغلی ملکزی په خیتځ کې د ټاکنو د څار او شفافیت د رئیس، تر دې وړاندې يې په همدې سیمه کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د رېیس په توګه دندې مخته وړې دي. د ولسونو، خلکو او شته اقدارو او اقشارو ترمنځ يې د پله په څېر سینه ارته کړې او ممکنه ستونزو د حل، د پيدا کیدونکو انديښنود لریوالي او د وړې او صمیمي فضا د برابرولو ستوری يې ځلیدلی دی.
ښاغلی ملکزی د ټولنیزو او ملي پروسو او بهیرونو په برخه کې د بېلا بېلو فکرونو د رغونې، جوړونې او سره پوخلا کوونکې دومره ظریفې او ښکلې تجربې او لارې لري، چې ورنه استفاده د نن ورځې پر ضرورت سربېره مهمه ګټه هم حسابیدای شي.
تازه د افغانستان د ملي پوخلاینې شورا عالي مقام مشاور په توګه په دنده وګومارل شو.
د ملي پوخلاینې شورا غړي او یاده شورا بختوره ده چې له دغسې کادرونو او شخصیتونو څخه په مناسبو برخو کې د مشورو هیله مندي ښيی.
زموږ هیلې دادې، چې ښاغلی ملکزی به د خپلو تېرو نږدې نوولسو کلنو کاري تجربو، اړیکو، ولسي او فرهنګي نفوذ او شته علمي وړتیاوو څخه په ګټنې د سولې په برخه کې د ملي پوخلاینې شورا ډېرې برخې غښتلي او د سولې روان بهیر به بریالی کړي.
پر مبارکیو سربېره يې د لا زیاتو سوبو او نیکو اقدامونو هیله من یو.

29/10/2020

هغې ویل ښکلی ترنم واورئ
https://youtu.be/MGlo7WAshGU

Want your business to be the top-listed Business in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Kabul