Zikrullah safi

Zikrullah safi

Share

29/04/2018

د چرسي سړي عجیبه کیسه!

ددې کیسې لیکوال وایي: په یوه بازار کې ماته یو چرسي راغی او راته یې وویل، چې د چرسو لپاره لږې روپۍ راکړه.
ما ورته وویل چې، راشه خوراک درکوم؛ خو د چرسو لپاره روپۍ نه درکوم.
چرسي راته وویل چې، رزق ورکونکی بل دی، که د چرسو لپاره روپۍ راکوې، راکړه کنه لاړم درنه.
ما یو څو روپۍ ورکړې او چرسي روان شو، زه هم ورپسې روان شوم.
یو ځای کې واده وو یو سړي غټ پتنوس کې وریجې روانې کړې وې چې، پتنوس ترې وغورځیدو او وریجې ترې په ځمکه ولوېدې.
چرسي ورته کښیناست چې، خوراک یې شروع کړ؛ نو زه یې ولیدم،
ماته یې یوه جمله وویله چې، هغه جمله به زما ټول عمر په یاد وي،
راته یې وویل چې، دا وخت مې الله تعالی سره اړیکې خرابې دي، کنه نو ماته به یې په لوښي کې رزق راکوه؛ خو زما رب دومره مهربان دی چې، له چا څخه خفه هم وي، بیا یې هم وږی نشي لیدلی.
ګرانو ورونو
له دې کیسې څخه ډېر غټ درس اخيستلای شو، راځئ چې خپل رب سره اړیکې قوي کړو، لمونځونه او عبادتونه په مینه وکړو

Photos from Zikrullah safi's post 16/12/2017

نتايج اعلان شد

12/12/2017
Want your organization to be the top-listed Government Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul