Engineer Hakimullah wolasmal

Engineer Hakimullah wolasmal

Share

Photos from Engineer Hakimullah wolasmal's post 29/01/2017

خوشحالئ خبر
ننګرهار په بهسودو کې د شولو د پروسس او بسته بندۍ فابريکه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
لايک او شير کړئ که د افغانستان په پرمختګ خوشحاليږئ

Photos 27/01/2017

‏‎دسکندر مقدونى وروستی وصیت هيله كوم په ځیر سره يي ولولي !

‏‎کله چي سکندرمقدوني دځکندن پرحال وو،نوخپل جنرالان يې راوغوښتل او خپل اخري وصیت يې داسي ورته وکړی:

"زه ددې نړۍ څخه تلونکی یم،درې غوښتنی لرم او تاسي هغه باید حتمي عملي کړئ:

اول: زماجنازه دي طبیبان(یعني ډاکټران)قبر ته يوسي.

دوهم: دهمدې ماڼۍ څخه دي تر هديرې پوري
ټوله لارزما دخزانې په سرواوسپینوزرواو
جواهراتووپوښل شئ.

دریم: دتابوت څخه زما دواړه لاسونه راوباسئ.

یوجنرال په حیراني سره ورڅخه وپوښتل چي لوی ټولواکه ! ولي باید دغسي وکړو؟سکندرځواب ورکړ،چي:

"غواړم نړیوال په هغو عبرتونووپوهوم چي همدااوس مي زده کړل،داچي زه وایم طبیبان دي زما جنازه يوسي ،مطلب مي دادئ چي خلګ باید پوه شي چي هغوی چاته روغتیا اوژوند نشي ورکولای اونه يې هم له مرګه را ګرځولای شي.

داچي ما وویل دماڼی څخه ترقبره دي زماټوله خزانه پرلاري وپاشل شي،مطلب مي دادئ چي ما ونه کړای شوای ددومره ډیري خزانې څخه حتی یوه دانه لاهم د ځانه سره یوسم نوځکه دهغوی دډیرولو کوشش صرف دوخت ضایع کول وواوبس.

اوداچي ما وویل چي دتابوت څخه مي لاسونه راوباسئ ،مطلب مي دادئ چي خلګ پوه شي چي زه دې دنیا ته په تشو لاسو راغلی وم اودادئ په هماغو تشولاسو بېرته ځیني ځم"
دده وصیت دده دغوښتنی سره سم عملي شو.

هو! دایوتریخ حقیقت دی چي انسان باید پیسې مصرف کړي دژوند لپاره نه ژوند دپیسو لپاره،خونن موږ ګورو چي هرڅوک دپیسوبندګي کوي،دڅوکۍ بندګي کوي اودنوم او شهرت بندګي کوي نوځکه هرڅه وران دي اوهرځای لاره دخلګو څخه ورکه ده.

Photos from Engineer Hakimullah wolasmal's post 27/01/2017

د ټانګ لوګر څخه د چهارآسیاب ولسوالۍ تر بازار پورې سړک ته لس میلیونه ډالره بودجه ځانګړې شوه

د کابل ګردیز سړک چې سویلي ولایتونه ( لوګر،پکتیا،پکتیکا،خوست او غزني ) له پلازمېنې کابل سره نښلوي زیاتره وخت د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله د ترافیکو پر مخ په ساعتونو ساعتونو تړلې وي چې د دې ولایتونو اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال له زیاتو ستونزو سره مخ وو.

یو کال وړاندې د یادې سیمو ګذر وکیلانو د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست سره نوموړی سړک د پراخېدو (څلور لينه سرک) په برخه کې خپلې غوښتنې شریکې کړې.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست د ډېرو هلو ځلو وروسته د یاد سړک د پراخېدو (څلور لينه سرک) په برخه کې یوه میاشت وړاندې د هیواد ولسمشر ډاکټر اشرف غني ، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او همدارنګه د کابل ښاروال سره پر له پسې لیدنې وکړې چې په پایله کې یې د نوموړي سرک د پراخېدو (څلور لينه سرک) لپاره لس میلیونه دالره بودجه ځانګړې او په ۱۳۹۶ کال ملي بودجه کې یې شامل کړ،چې د نوموړي سرک د پراخېدو(څلور لينه سرک ) چارې به د ټولګټو وزارت لخوا په رسمي توګه انشاالله پیل شي.

په پای کې د هیواد ولسمشر او په ځانګړي ډول د مالیې وزیر څخه د زړه له تله مننه کوو چې د پورته ستونزې د حل په برخه کې یې پوره همکاري راسره وکړه.

Photos 19/01/2017

افغانستان سرشار از منابع آبی، اما تشنه به آب.
براساس معلومات وزارت انرژی و آب، ذخایر آبی افغانستان به ۷۵ میلیارد مترمکعب می‌رسد که از این میان، ۷۰ درصد آن را کشورهای همسایه استفاده می‌کنند و ۳۰ درصد آن در مقاصد داخلی استفاده می‌شود. درحال حاضر افغانستان به 6000 میگا وات انرژی برق نیاز دار که صرف 6 فیصد آن در داخل کشور تولید شده بقیه آن از بیرون وادر میشود.
بر اساس معلومات وزرات احیا وانکشاف دهات 50 فیصد جمعیت افغانستان دسترسی به آب صحی ندارند.
یگانه راه حل به این معضله، مدیریت درست منابع آبی است.

Want your business to be the top-listed Business in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Kabul
0093770774066