Noor
وايي، که څوک دې د لاس نیولو نه و، نو خپل لاس دې په جیب کې دننه کیښږده او مزل ته دوام ورکړه، او که جیب هم نه درلوده، نو لاس دې موټي کې ټینګ او په حوصله مخ پر وړاندې لاړ شه.
خو زه وایم، اصلي خبره د لاس ایښودلو یا نیولو نه ده، بلکې د زغم او ثابت قدمۍ ده. که چیرې ملاتړ درسره نه وي، نو ځان سنبالول زده کړه، ځکه ژوند د درېدو نه، بلکې د پرلپسې تګ نوم دی.
25/04/2025
"کوچني خو دوامداره کړنې، د وخت په تېرېدو ستر بدلونونه رامنځته کوي."
که هره ورځ یوازې ۱٪ ښه شو، د یو کال په اوږدو کې به حیرانوونکي پایلې ووینو.
انسان هغه وخت د ارامتیا احساس کوي کله چې په نورو پورې هیلې تړل پریږدي!
09/03/2025
په افغانستان کې جګړې هر کور ته غم راوړی. داسې کور نشته چې شهید، معلول، یا د جګړې له امله زیانمن نه وي. دا یوه داسې تراژیدي ده چې نسلونه یې د سترګو په وړاندې تېر کړل. هره کورنۍ د دې اور لمبو ته لوېدلې، خو تر ټولو زیات، هغه کسان متاثره شول چې د بدن یوه برخه یې د دې خاورې د ساتلو یا د ناورینونو له امله له لاسه ورکړه.
خو د درد تر څنګ یوه بله غمیزه هم شته، چې شاید تر فزیکي معلولیت هم سخته وي—او هغه د ټولنې بېپروايي او ناسم چلند دی. زموږ ټولنه، چې باید د معلولینو زخمونه پټ کړي، برعکس، د هغوی د دردونو سبب ګرځي. پر ځای د دې چې کورنۍ او ټولنه معلولین د افتخار په سترګه وګوري، هغوی ته د رحم یا کمارزښته انسانانو په سترګه ګوري.
د یو معلول لپاره تر ټولو دردوونکې لحظه هغه ده، چې خپله کورنۍ، خپلوان، یا ټولنه یې بېارزښته ګڼي. که څه هم هغوی خپله قرباني ورکړې، خو بیا هم د یوې بارورې ونې په څېر پرې نظر نه کیږي، بلکې د داسې چا په سترګه ورته کتل کېږي چې ګواکي بوج دي.
خو آیا دا انصاف دی؟ آیا دا روا ده چې هغه کسان، چې د جګړې د اور قرباني شول، د ټولنې د بېعدالتیو قرباني هم شي؟ که نن ورځ موږ خپل معلولینو ته درناوی ونه کړو، سبا به د عدالت تمه له چا کوو؟
حقیقت دا دی چې معلولین زموږ د ټولنې یوه مهمه برخه ده. هغوی چې لاسونه یا پښې له لاسه ورکړي، خو بیا هم ژوند ته دوام ورکوي، د صبر، زړورتیا، او نه تسلیمېدلو نښه ده. هغوی ته درناوی نه یوازې اخلاقي مسئولیت دی، بلکې زموږ د انسانیت یوه مهمه ازموینه هم ده.
ټولنه هغه وخت وده کوي، چې خپل کمزوري نه یوازې په خبرو، بلکې په عمل کې هم ملاتړ کړي. که موږ غواړو یو روښانه سبا ولرو، باید نن د هغو کسانو لاس ونیسو چې د دې خاورې د بقا لپاره یې خپل هر څه قرباني کړل.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul
1003-4