Medical Doctor
24/09/2025
د امیندوارۍ څخه د مخنیوي مختلفې لارې:
1. د امیندوارۍ مخنیوي ګولۍ
دا ګولۍ د ښځو لخوا استعمالیږي چې د هورمونونو په واسطه د امیندوارۍ مخنیوی کوي.
2. د ښځو شنډول
دا عمل د فالپ نلونو (هغه نل چې د تخمدان نه رحم ته هګۍ رسوي) تړلو په واسطه ترسره کیږي، ترڅو هګۍ او سپرم يو بل ته ونه رسيږي.
3. د ف*ج حلقه
دا حلقه یو کوچنی نرم پلاستیکي وسیله ده چې د ۲۱ ورځو لپاره په ښځينه تناسلي الې کې ایښودل کیږي. دا وسیله په وینه کې د استروجن او پروجسترون هورمونونو یوه ټاکلې اندازه خپروي ترڅو د امیندوارۍ مخنیوی وشي.
4. د رحم داخلي وسیله (IUD)
دا یوه T شکل لرونکې پلاستیکي وسیله ده چې ډاکټر یا نرسه یې په رحم کې ځای پرځای کوي. دا وسیله مس خپروي او د ۵ نه تر ۱۰ کلونو پورې د امیندوارۍ مخنیوی کوي.
5. کانډوم
کانډومونه دوه ډوله دي: د ښځو لپاره کانډوم چې په ف*ج (())کې ځای پرځای کیږي او د نارینهوو لپاره کانډوم چې د نارینه تناسلي اله پرې پوښل کیږي. کانډومونه نه یوازې د امیندوارۍ مخنیوی کوي بلکه د جنسي اړیکو له لارې د انتقالیدونکو ځینو انتاناتو مخنیوی هم کوي.
Dr.Jinsi 👈 فالو کړئ
واټساپ ګروپ
https://chat.whatsapp.com/EqNlHFnIQqU5n6RhyNUi6F?mode=ems_copy_t
29/07/2025
که د ختیځ کارابین په ټاپوګانو کې کور رانیسي، نو په دغو ښکليو سمندرغاړو کې د ارام ژوند دایمي اوسېدو لپاره پاسپورټ هم در کوي.
په ډېرو هېوادونو داسې اعلان کېږي چې وايي، د کور اخیستلو سره پاسپورټ هم درکوو. ویل کېږي، په امریکا کې د وروستیو سیاسي او ټولنیزو بېثباتو وروسته دغو هېوادونو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د سیمې پنځه هېوادونه – انټيګوا او باربودا، دومینیکا، ګرېنادا، سېنټ کیټس او نیوېس او سېنټ لوشیا کې که څوک د شاوخوا ۲ سوه زره امریکايي ډالرو پانګونه وکړي، نو یاد هېوادونه تابعیت هم ورکوي. یادو هېوادونه دغه پروګرام ته د (سي، بي، ای) نوم ور کړی دی.
یعنې که یو څوک کور واخلي، نو پاسپورټ هم ور کوي، چې د بريتانیا او د اروپا شېنګن په ګډون کابو ۱۵۰ هېوادونو ته به بې ویزې سفر پرې کولای شي.
د شتمنو لپاره، دا پروګرامونه ځکه هم مهم دي چې هلته د پانګې ګټې یا میراث په اړه مالیه هم نشته. سربېره پر دې دا هېوادونه خلکو ته اجازه ورکوي چې خپل اصلي تابعیت هم وساتي.
د بشپړ مطلب لپاره پر لانديني لېنک کېکاږئ:
https://bbc.in/3IOwgVY
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul