Manaf Helal Karimi

Manaf Helal Karimi

Share

17/09/2024

بخت راکوږ شو
ژوندون وران شو
په نصيب مې
اوس خفګان شو
زه په داسې جال کې ګير شوم
چې هم عقل مې حيران شو
زړه لړزېږي په سينه کې
لکه دې هم ډېر ستومان شو
ته هم لرې زه هم لرې
ستا ديدن ته مې ارمان شو
د دښمنو ښارکې خدايه
لوند په اوښکو مې ګريوان شو
بې وسي چې خواله راغله
خپل اطاق راله زندان شو
ناکامۍ مې آوازه کړه
په خندا مې هر خپلوان شو
زما دمرک په هيله ناست دي
لاس يې جګ مخ پر اسمان شو
کريمي د يار له کلي
بېنوا بېرته روان شو

Manaf Helal Karimi

31/07/2023

هېڅ چاته يې هــــم ورنۀ کـــړله غېـــږه کريمي
انځور يې دخپل ګران افغانستان غېږکې نيولې
🥀❤

15/07/2023

حقیقت!

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


مناف هلال کریمی
Kabul
1