ARCS Maraston Kabul
29/10/2022
Head of Maraston Mr. Maghfurallah shahedzoi with Vice President of Mr. Turabi
28/05/2022
افغاني سرې میاشتې او د کویټ د خیریه بنسټونو تر منځ د یو میلیون ډالرو د مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو!
نن شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال پر ۲۸مه د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او د کویټ د خیریه بنسټونو د کمیټې له مشر جمال عبدالخالق نوري ترمنځ دوحې ته د افغاني سرې میاشتې د رسمي سفر په جریان کې د یو میلیون امریکایي ډالرو د مرستې تړون لاسلیک شو.
یادونې وړ ده، چې ددغه هوکړه لیک په اساس به د یو میلیون ډالرو په ارزښت د خوراکي موادو مرسته کیږي چې په ۵ ولایتونو کې به شاوخوا ۹ زره کورنیو ته ووېشل شي.
په دې مراسمو کې د یادې کمیټې عمومي مدیر عبدالعزیز العبید او د مطبوعاتي ټیم مشاور ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال ډاکتر نبي برهان او د مرستونونو ریس ښاغلی مغفورالله شهيد زوی او مختلفو ریاستونو رییسانو هم ګډونوال و.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د یاد هوکړه لیک له لاسلیک وروسته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې ددې هوکړه لیک پر بنسټ به له دې وروسته د کویټ د خلکو او د ولسونو مرستې د افغانستان ولس ته په منظمه بڼه رسېږي او ددې هوکړه لیک ټولو بندونو کې د دواړو لوریو مسؤلیتونه بیان شوي، چې له مخې به يې دواړه لوري له یو بل سره ګډ کار مخته وړي.
ښاغلي خالص زیاته کړه، چې افغانان له ګڼو بندیزونو سره مخ دي او په سخت اقتصادي حالت کې قرار لري، وخت یې دی چې لاسنیوی یې وشي، منظمې مرستې کولای شي چې د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راوړي، افغاني سره میاشت وړتیا لري، چې مرستې په منظم ډول تر اړمنو کورنیو ورسوي.
ښاغلي خالص مقابل لوري ته ډاډ ورکړ، چې مرستې به یې په منظم ډول تر مستحقو کورنیو رسیږي، د زیات اطمنان لپاره کولای شي د افغاني سرې میاشتې له سروې او د مرستو له وېشنې څخه له نزدې لیدنه وکړي.
26/05/2022
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص اور ورسره مل پلاوی د افغان سره میاشت د مرستونونو رییس ښاغلی مغفورالله شهيد زوی نن پنجشنبه دوحې ته په څو ورځني سفر لاړل .
ټاکل شوې چی ده په دغه سفر کې به له ګڼو خیریه او ملي ټولنو سره لیدنې ترسره شي او افغانستان سره د بشري مرستو او له بېوزلۍ د افغانانو د ژغورلو په موخه پر نویو پروژو هوکړې وشي. انشاالله
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Telephone
Website
Address
Kabul
1001