Dr.Nowroz
08/06/2023
استعدادونه مه وژنئ، بلکې دهغوی ملاتړ وکړئ !
ددنيا خلک هڅه کوي چې استعدادونه رابرسېره کړي، خو دلته خلک برعکس دي. دلته خلک استعدادونه وژني، ددوی لپاره شرايط سختوي او ملاتړ خو يې پر ځای پرېږده. استعدادونه په حقیقت کې، د هغو حبابونو په څېر دي چې ديوه ګازي څښاک په تل کې رامينځ ته کيږي او ځان تر سطحې رسوي او بیا الوزي. که خدای ناخواسته تاسې هم دا بد عادت لرئ نو پوه شئ چې يوازې خپل قیمتي ژوند مو دبل دتخريب لپاره ضايع کوئ. تاسې نشئ کولی چې ددوی مخه ونيسئ، دوی به خامخا الوزي.
سهار مو پخير دوستانو 🌄
په خپل تلګرام کې afghanGPT سرچ کړئ او له هغې څخه مختلفې پوښتنې کولی شئ، ډاډه یم چې ډېر جالب به درته پرېوځي.
تاسې ته ديوه ښه ملګري او يوه ښه استاد په ډول ځوابونه درکوي.
ځیني هغه احادیث چي مشهوره دي خو هغه په حقیقت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت ندي .
۱: صوت المراة عورة : د ښځي اواز عورت دی
دا اصلا حدیث ندی .
۲: طاعة المراة ندامة : د ښځي په قول کول پښېماني لري .
دا حدیث ضعیف دی ، امام الشوکاني يې موضوع ګڼي .
۳: شاورهن و خالفوهن : د ښځو سره مشوره وکړې خو په قول مکوئ
دا حدیث امام سخاوي ضعیف کړی ، ځيني علماء موضوع ګڼي. امام سیوطي وايې دا حدیث باطل دی .
۴: للمراة ستران القبر والزوج : د ښځي ستر پرده یا کور دی یا خاوند .
دا حدیث ابن الجوزي موضوع ګرځولی . امام هیثمي وایې باطل دی.
۵: النساء حبالة الشیطن : ښځي د شیطان رسۍ دي .
امام سخاوي په مقاصد حسنة کي دا حدیث ضعیف کړی .
۶: النساء مصابیح البیوت ولکن لا تعلموهن : ښځي د کور څراغاني دي لکن دوی ته زده کړي مه ښه یاست ، علم ته یې مه پرېږدئ .
دا حدیث باطل دی دروغ دی.
۷: عقولهن في فروجهن : د ښځو عقلونه د دوی په شرمګاه کي دي .
دا حدیث موضوع دی هیڅ اصل نلري .
وګورئ څومره دروغ د احادیثو په نوم پر پیغمبر علیه السلام تړل سوي ، زموږ په ټولنه کي دا حدیث منشر دی عوام يې حقیقت ګڼي او پر خپل ښځو باندي تر دغه عنوان لاندي ظلم کوي .
یادونه : موضوع حدیث معنی پر رسول الله باندي تړل سوی دروغ .
یعني د ځان یوچا جوړ کړی .
#بشیراحمدالحنفی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Website
Address
Kabul