Ebadullh Hamdrd
18/11/2022
اې مسلمانه وروره
که ټوله نړۍ د مخالفه شي بیا هم د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پيروي وکړه الله جل جلاله به د دنیا او آخیرت جوړ کړي
12/11/2022
نظم
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی،
چې ځواب د سلام نشې راکولی،
د دنیا په دومره ډېرو امکاناتو
میاشتې پس یو پیغام نشې راکولی
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی
چې یو څوک دې پکې ژوند ته اُزګار نشي
دا منم یو د ماشین د عصر خلک
خو ټول ژوند لکه ماشین غوندې کار نشي
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی
چې له کاره پرته هیڅ نشې کولی
داسې چاچې تاته ټول عُمر بخښلی
ته پینځه دقیقې نشې ورکولی
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی
چې پوښتنې د رنځور ته دې وخت نه وي
زما زړه یې نه مني چې وي به داسې
خو که داسې ژوند لرې ډېر به سخت نه وي؟
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی
چې څوک ټولو رابطو ته پکې شاکي
ماصي وباسي له خپله ضد نه ټوله
نه خپل زړه ګوري او نه بل رضا کړي
ژوند مصروف مګر دومره خو هم ندی
چې نه واورې نه ویږو ته ازګاره عواطف دي
که جذبات دې دي په زړه کې
لکه پلونه درنه پاتې شي پر لاره
ته مصروفه یې منم خو هېر دې نشي
ته قبله د یوه زړه دعبادت یې
ته د خلکو غوندې تشه د ځان نه یې
یو سړی دی اوس یې هم ته ضرورت یې
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
کابل
Kabul