Hamdard Engineering
19/07/2026
د پوهنتون څلور کاله د مبادي انجنیري څخه نېولي بیا د خاورې میخانیک د مایعاتو میخانیک ساختماني تحلیل مشتقاتو او نورو انجینري تیوریو په زده کړه تېرشو خو کله چې د لومړي ځل لپاره مرکې ته راغلم لومړۍ پوښتنه یې دا وه
ایا په Civil 3D کې سړک ډیزاین کولی شې؟
ایا د سروې او نورو معلوماتو پروسس کولی شې؟
له ArcGIS سره څومره بلدتیا لرې؟
ایا د اوبو ایستلو (Drainage) نقشې او ډیزاین چمتو کولی شې؟
دا هغه شیبه ده چې د پوهنتون د څلورو کلونو ټولې زده کړې دې سترګو ته ودریږي ځکه چې ډېری پوهنتونونه هغه عملي مهارتونه نه تدریسوي چې د بازار اړتیا ده او ادارات یې د کار له لومړۍ ورځې څخه درنه غواړي
نو انجنیر صیب نن سبا عملي تجربه او مسلکي مهارتونه د هغه نمرو څخه چې په تېورېکي ډول دې اخیستي ډېر ارزښت لري
دا لکه لمر روښانه ده چې د پوهنتون او د کار د بازار ترمنځ ډېر واټن دی او نږدې هر نوی فارغ شوی انجینر دا تفاوت احساسوي
ستاسو تجربه څه ده؟
19/07/2026
د Asphalt او Concrete سړکونو ترمنځ کوم توپېرونه موجود دي؟
په لاندې ډول یې ځینو فرقونو ته اشاره کوو
1. د موادو ډول
Asphalt سړک
•د قیر (Bitumen) مجموعي موادو (Aggregate) او Fillers موادوڅخه جوړېږي.
•قیر یو چسپناک، تور رنګ مواد دي چې د مجموعي موادو د یوځای کولو او د سړک سطحې د نرمښت یا انعطاف لپاره کارول کېږي
کانکریټ سړک:
• د سیمنټو، شګو، جغل، او اوبو څخه جوړېږي.
• کانکریټ سخت او مستحکم مواد دي چې د اوږدمهاله سړکونو لپاره کارول کېږي.
2. د جوړولو لګښت:
Asphalt سړک:
• د جوړولو لګښت کم دی، ځکه چې قیر او مجموعي مواد په اسانۍ سره شتون لري.
• د لنډمهاله پروژو لپاره ارزانه انتخاب دی.
کانکریټ سړک:
• د جوړولو لګښت لوړ دی، ځکه چې سیمنټ ګران دی او د کانکریټ سړک جوړولو پروسه اوږده ده.
• د اوږدمهاله پروژو لپاره غوره دی.
3. د جوړولو وخت:
Asphalt سړک:
• په چټکۍ سره جوړېږي او ژر د کارولو لپاره چمتو کېږي.
• د لنډو موقتي سړکونو لپاره مناسب دی.
کانکریټ سړک:
• د جوړولو پروسه یې اوږده ده، ځکه چې کانکریټ وخت ته اړتیا لري ترڅو کلک شي او همدا ډول (Curing) اوبه ورکولو ته.
• څو ورځې یا حتی څو اونۍ وخت نیسي ترڅو بشپړ فعالیت پیل کړي.
4. د دوام یا عمر:
Asphalt سړک:
• لنډ عمر لري (15-20 کاله)، ځکه چې د اقلیمي شرایطو، درنو بارونو، او ترافیک له امله ژر خرابېږي.
• ترمیم او بیا پوښلو ته اړتیا لري.
کانکریټ سړک:
• اوږد عمر لري (30-50 کاله) او د اقلیمي شرایطو او درنو بارونو په وړاندې مقاومت لري.
• لږ ترمیم ته اړتیا لري.
5. انعطاف:
Asphalt سړک:
• انعطاف لري او د ترافیک بار لاندې لږ بدلون کوي.
• د ځمکې د لږ حرکت یا زلزلې په صورت کې ښه مقاومت کوي.
کانکریټ سړک:
• سخت او بې انعطاف دی.
• د ځمکې د حرکت په صورت کې ژر درزونه کوي یا ماتېږي.
6. د هوا اغېز:
Asphalt سړک:
• د ګرمو سیمو لپاره مناسب نه دی، ځکه چې قیر په لوړه تودوخه کې نرمېږي او سړک خرابوي.
• په سړو سیمو کې ښه فعالیت کوي.
کانکریټ سړک:
• د ګرمو سیمو لپاره مناسب دی، ځکه چې په لوړه تودوخه کې خپل استحکام ساتي.
• په سړو سیمو کې د یخنۍ او کنګل له امله درزونه رامنځته کېدای شي.
7. ساتنه (Maintenance):
Asphalt سړک:
• د ساتنې لګښت یې لوړ دی، ځکه چې په لنډه موده کې بیا پوښلو یا ترمیم ته اړتیا لري.
• درزونه او خالیګاوې ژر ترمیم کېږي.
کانکریټ سړک:
• د ساتنې لګښت کم دی، ځکه چې اوږدمهاله مقاومت لري.
• درزونه او تخریب د ترمیم لپاره ډېر وخت او لګښت ته اړتیا لري.
8. د سطحې کیفیت:
Asphalt سړک:
• نرم او مسطرحه سطحه لري چې د ترافیکو لپاره ارام سفر برابروي.
• د غږ کچه یې ټیټه ده (کم Noise).
کانکریټ سړک:
• سخته سطحه لري چې د وسایطو لپاره لږ ارامښت برابروي.
• د غږ کچه لوړه ده (زیات Noise).
9. د چاپېریال اغېز:
Asphalt سړک:
• قیر د تیلو څخه ترلاسه کېږي، چې د چاپېریال لپاره زیانمن دی.
• د بیا کارونې وړ دی (Recyclable).
کانکریټ سړک:
• د چاپېریال لپاره لږ زیانمن دی، ځکه چې کانکریټ د طبیعي موادو څخه جوړېږي.
• د بیا کارونې وړ نه دی.
اوس پوښتنه دا ده چې په کومو ځایونو کې له کانکرېټ سړک او په کومو ځایونو له اسفالټ سړک څخه استفاده کولی شو
د Asphalt او Concrete سړکونو د استعمال ځایونه:
1. د Asphalt سړک استعمال ځایونه:
Asphalt سړکونه د لاندې ځایونو لپاره غوره ګڼل کېږي:
الف) ښاري سیمې (Urban Areas):
• د ښاري سړکونو، فرعي سړکونو، او ګاونډیو سیمو لپاره مناسب دي.
• نرم سطحه لري چې د ټرافیکي شور (Noise) کمولو کې مرسته کوي.
ب) موقتي پروژې (Temporary Roads):
• د لنډمهاله استعمال لپاره د چټک جوړېدو او کم لګښت له امله غوره انتخاب دی.
• د ساختماني پروژو لپاره د لنډمهاله لارو جوړولو کې کارول کېږي.
ج) هوايي ډګرونه (Airports):
• په رنوې (Runways) او ټیکسي لارو کې د نرم سطحې او ښه قبضې (Traction) له امله کارول کېږي.
د) سړې سیمې (Cold Climates):
• د یخنۍ په سیمو کې ښه فعالیت کوي، ځکه چې په ټیټه تودوخه کې انعطاف لري او درزونه نه پیدا کوي.
2. د Concrete سړک استعمال ځایونه:
Concrete سړکونه د لاندې ځایونو لپاره مناسب ګڼل کېږي:
الف) صنعتي سیمې (Industrial Areas):
• د درنو بارونو او وسایطو لپاره غوره دي، ځکه چې د فشار او وزن په وړاندې مقاومت لري.
• په ګودامونو او لوژستیکي مرکزونو کې کارول کېږي.
ب) لویې لارې (Highways):
• د اوږدمهاله پروژو لپاره د دې دوام (Durability) له امله کارول کېږي.
• په ملي او نړیوالو لویو لارو کې چې د دوامداره ټرافیک بار سره مخ وي.
ج) ګرمو سیمې (Hot Climates):
• د ګرمو سیمو لپاره غوره دي، ځکه چې کانکریټ په لوړه تودوخه کې خپل شکل نه بدلوي.
• د قیر په پرتله په ګرمو سیمو کې کم خرابېږي.
د) پارکینګ ځایونه (Parking Lots):
• د پارکینګ ساحو لپاره مناسب دي، ځکه چې د موټرو د دوامداره حرکت او درېدلو په وړاندې مقاومت لري.
هـ) هوايي ډګرونه (Airports):
• د درنو الوتکو د ناستې لپاره غوره دي، ځکه چې کانکرېټي سړکونه اوږدمهاله مقاومت لري
18/07/2026
د ساختماني پروژو پرمهال کله چې د ساختماني موادو او یا هم د تېلو قېمتونه لوړیږي د زیان څخه د مخنوي لپاره کومه لار در مالومیږي؟
07/07/2026
انا لله وانا الیه راجعون
ته لاړې موږ درپسې یو
لوی او مهربان رب جل جلاله دې جنتونه نصیب کړه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul
0093