Afghanistan Doctors Association
14/11/2021
دا ډاکټر محمد مشالي دی، مشهور مصری ډاکټر چې د فقيرانو په ډاکټر هم مشهور و او نه يوازې دا چې د فقيرو ناروغانو وړيا درملنه به يې کوله بلکې د هغوی د دوا پيسې به یې هم ورکولې.
هغه موټر او موبایل نه درلود او هره ورځ به پياده له کور نه تر خپل کتنځي راتلو. يو ځل ورته يوه شتمن کس شل زره ډالر او يو شيک موټر ډالۍ کړ خو يو کال وروسته چې يې ليدو ته ورغی، متوجه شو چې ډاکټر مشالي هغه پيسې په فقيرانو وېشلي او موټر يې هم خرڅ کړی او په پيسو یې يو لابراتوار جوړ کړی چې د فقيرو ناروغانو وړيا معاينات پکې وکړي.
ډاکټر مشالي په خپلو خاطراتو کې ليکلي:
کله چې له طب پوهنځي فارغ شوم، پوه شوم چې پلار مې د خپلې ناروغۍ د علاج پيسې زما پر زده کړو مصرف کړي. له همغې ورځې مې له خدای تعالی سره عهد وکړ چې له فقيرو ناروغانو به يوه روپۍ هم نه اخلم!
ډاکټر مشالي په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې تر ۴۴ کاله طبابت وروسته د ۷۶ کالو په عمر وفات شو.
19/06/2021
ماسک واچوې اوځان وژغورې
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul/Charikar Highway/A76
Kabul
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |