Daily Zwand
08/11/2025
سیمه ییزې سرچینې:
لوګر کې هغه دوه وحشیان نیول شوي چې وړمه شپه یې یوه ۶۰ کلنه ښځه او ۱۲ کلنه نجلې لومړۍ حلال کړي، بیا یې په تبر ټوټې ټوټې کړي او وروسته یې صندوق کې اچولي وو.
دوی قربانیانو له کوره ۲۰۰زره افغانۍ او ۴زره امریکايي ډالر هم غلا کړي او په جرم یې اعتراف هم کړی.
08/11/2025
د پاکستان د صنعت او تجارت چارواکي وايي، د افغانستان له لورې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او خرلاچي دروازو تړل د پاکستان اقتصاد ته په ورځني ډول نږدې ۵۰ میلیونه ډالره زیان رسوي.
د پاکستان د سوداګرۍ خونې په وینا، تر دې دمه د دغو لارو د بندېدو له امله پاکستان له ۵ میلیارده ډالرو څخه زیات تاوان کړی دی.
چارواکي خبرداری ورکوي که دا حالت دوام وکړي، ښايي پاکستان له اقتصادي سقوط سره مخ شي.
پاکستاني تجاران او صنعت کاران له خپل حکومت څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان له چارواکو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي، څو د سوداګرۍ بهیر بېرته عادي شي او تجارانو ته نور زیان ونه رسېږي.
دغه راز، یو شمېر پاکستانی تجاران وړاندیز کوي چې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د پاکستان د صادراتو لپاره باید بدیلې لارې پرانېستل شي، څو د اقتصادي فشارونو مخه ونیول شي.
07/11/2025
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي ویلي، چې د پوځي عملیاتو پر مهال پوځیانو د خلکو د جوماتونو سپکاوی کړی او پکې یې سپي تړلي دي.
هغه ویلي، کله چې د پښتونخوا ولسونو د دې کار پر ضد غبرګون ښود، پوځیانو ورته ویل: «تاسو او سپیو کې هېڅ فرق نشته دی».
افریدي، چې د عمران خان په ګوند (تحریک انصاف) کې د هغه سرسخت پلوی بلل کېږي، له دې وضعیت د خلاصون غوښتنه کړې ده.
ده ټینګار کړی چې د پوځي عملیاتو سیاست د خلکو ستونزې نه حلوي او باید د خبرو اترو او سیاسي تفاهم له لارې د سولې هڅې وشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د پښتونخوا چارواکو په وروستیو کې دغلته د پاکستاني پوځ له عملیاتو سره مخالفت ښودلی دی.
05/11/2025
د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب الله وايي، مجاهدین، طالبان او د دوی په څېر یو شمېر نورې پوهېږي چې خلک له دوی سره ولاړ نه دي؛ نو ځکه خو له ټاکنو وېره لري.
هیله نجیب الله په خپله اېکسپاڼه لیکلي، مجاهدین او طالبان لومړی غلا، چورـ چپاول کوي او خلکو ته د ټاکنو په موخه مراجعه کوي او پوهېږي چې د خلکو رایه څه معنا لري.
نوموړې ویلي، پلار مې رښتیا ویل چې طالبان، مجاهدین او د دوی په څېر ورته نورې ډلې لومړی غلا او چپاول ته مخه کوي او خلکو ته د رایو صندوقونه ږدي، چې دوی ته رایې ورکړي.
د ټولنیزو رسنیو کارونکو هم د هیله نجیب د دغو څرګندونو ملاتړ کړی او د هغې یادې تبصرې د سیاسي کړکېچ، د شفافو ټاکنو د اړتیا او د خلکو د رایو د درناوي په اړه یې پراخ بحثونه پارولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د شفافیت، د امنیتي ګواښونو او د وسلوالو ډلو د اغېز په اړه په هېواد کې پراخ بحثونه شوي، چې مدني فعالانو او څارونکو تل د ټاکنو د ازادۍ او روڼوالي غوښتنه کړې ده.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul